تاند (یکشنبه، د حوت ۳) ولسمشر محمد اشرف غني یو کمیسیون وګوماره چې د ولسمشر د لوړې مراسمو ته ترتیبات ونیسي.
د ښاغلي غني له فرمان سره سم، کمیسیون دنده لري چې د لوړې مراسم ترتیب کړي او امنیتي ادارې مکلفې دي چې له دې کمیسیون سره همکاري وکړي.
په دې کمیسیون کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسي مرستیال، د دفاع وزارت لوی درستیز، په ولسي او سیاسي چارو کې د ملي امنیت شورا مرستیال، د ولسمشرۍ د چارو د ادارې د عمومي ریاست سرپرست، د ولسمشر سلاکار او د ستراتیژیکو او عامه اړیکو د ادارې رييس وحید عمر، او په کلتوري چارو کې د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي شامل دي.
همداراز د ولسمشر په فرمان کې ویل شوي چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، د ملي امنیت عمومي ریاست، کابل ښاروالي او نورې ادارې مکلفې دي چې د لوړې د مراسمو له ترسره کوونکي کمیسیون سره هراړخیزه همکاري وکړي.
په فرمان کې نه دي ویل شوي چې د منتخب ولسمشر د لوړې مراسم به کله وي خو له کمیسیونه غوښتل شوي چې خپله تیاري په ۵ ورځو کې بشپړه کړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له اوږده ځنډ وروسته بالاخره تېره اوونۍ د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې اعلان کړې.
د ولسمشر غني سیال او اجراییه رييس عبدالله عبدالله په انتخاباتو کې د اشرف غني بریالیتوب رد کړی دی.
لدی ښکاری چی بیا امریکایان غواړی چی ګډوله دولت جوړ کړی نو ولس ته پکار ده چی پدی اړه امریکایانو سره د افغانستان په داخلی چارو کی یا لنډغرو ډلی سره اړیکی ساتل ترڅو د شته نظام د ننګونی لپاره خپل غږ پورته کړی
رویټرز:
امریکا غواړي چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم وځنډوي
امریکا له ولسمشر غني څخه غوښتنه کړې چې د لوړې مراسم وځنډوي ځکه د دوی لخوا پیل شوې د سولې پروسه تخریبوي او په دې حساسو ورځو کې داخلي کشمکشونه زیات شوي دي چې دا هرڅه د سولې خبرو ته زیان رسوي. سرچینې رویټرز ته ویلي چې د دې اندېښنې له امله، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد، چې له تیرې اونۍ راهیسې په کابل کې دی له ګڼو سیاسیونو سره یې په دې اړه لېدنې کړې دي او هڅه کوي چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم وځنډوي. تمه ده چې د راتلونکې شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.