د افغانستان د اسلامي جمهوریت منتخب ولسمشره !
د افغانستان شریف ملت د بې امنیتۍ ، ګواښونو او ننګونو سربیره د سر په بیه د ټاکنو په پروسه کې پراخه ونډه واخیسته ، میرمنې ، ځوانان او سپین ږېري د ټاکنو په ورځ ستا د بریا په پار د رایو صندوقونو ته ولاړل د یو پرمختللي ، هوسا او ځلانده افغانستان د جوړېدو په تمه یې د پنځه شمېره انتخاب کړه . ملت ستا د پوهې او کارې تجربې تر شا ودرید ، دا چې ته د نړۍ دوهم مفکر وي نو د بریا تر درشله یې ورسولي .
ولسمشره !
تاسې پخپله وویل : زه په افغانستان کې نه کوم سیاسي ګوند لرم او نه هم د کوم سیاسي ګوند غړیتوب ، زما تر شا ملت ولاړ دی او دې ملت پر ما اعتماد کړی زه به د دوی په رایو معامله ونکړم او له ملت سره کړې ژمنې به پر ځای کړم .ستا د دې ژمنې پر بنسټ زه یوه اندېښنه لرم دا ملت په دې اندېښنه کې شریک دی ، د هېواد او د اسلامي مقدساتو د ساتنې اندېښنه ! دا چې ملت دې تر شا ولاړ دی اندېښنه یې هم واوره .
ولسمشره !
ته د دې هېواد د وګړو په اصل او طبیعت ډېر ښه پوهېږي ، د افغانستان په ۱۰۰ کې ۹۹ سلنه وګړې مسلمانان دي ، دوی د اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب اوساتنې لپاره پریمانه قربانۍ ورکړي ، د اسلامي مقدساتو د ژغورنې او د هېواد د خپلواکۍ په موخه یې ډېرې کپرۍ پاشلې پریمانه سرښندنې یې کړي ، په ملیونونو شهیدانو خپل ځانونه نذرانه کړي او همدومره هېوادوال مو معیوب شوې او د بدن غړي یې له لاسه ورکړي .
تاسې ته هر څه روښانه دي په تاریخ کې له تاسو د یوې مرجع په ډول یادونه کېږي ، غازي امان الله خان یې په دې تور هېواد پرېښودو ته اړ کړ چې څو تنه افغان جونې یې بهرنیو هېوادونو ته د زده کړې لپاره استولي وي ، موږ ډېر جذباتیان او احساساتیان یو ، د غازي هغه ستر ویاړ چې له انګریزانو یې خپلواکې ترلاسه کړه ، د هېواد د پرمختګ لپاره په کار اچول شوې هلې ځلې او ریفورمونه مو په لغته ووهل او یو مرکزې ، منظم ، منسجم او غښتلې دولتي سیسټم مو له منځه یوړ ، ملا عبدالله چې په ملا لنګ مشهور و د منګلو خلک په دې پلمه د غازي پر وړاندې راوپارول چې جنایي قوانین یې ولې د یو کتاب په بڼه راغونډ کړي په یو لاس کې به یې قران پاک و بل لاس کې یې د جنایې قوانینو مجموعه . د خپلواکۍ اتل غازي امان الله د همدې تورونو قرباني او تخت یې نسکور شو.
ولسمشره !
ستا ښه په یاد دي چې کله کمونستانو د قران پاک او د سپېڅلو ارزښتونو سپکاوی وکړ نو دې ملت یې پر وړاندې په تش لاس مبارزه پیل کړه ، له هېڅ ډول قربانیو یې دریغ ونکړ ، ګران هېواد په کنډواله بدل شو د اختر ټال ترې جوړ شو هر لورې خپلې شومې توطیې او موخې دلته پلې کړي . د کمونیستې رژیم پر وړاندې مبارزه څه اسان کار نه و ، هغه مهال افغانستان داسې ملي اردو درلوده چې ډېر سیال هېوادونه مو ترې په ویره کې ول ، تر شا یې د هغه وخت د نړۍ ستر زبر ځواک ولاړ وو . اما د بې وسلې هېوادوالو مخه یې ډب نه کړای شوه ، له کلونو مقاومت وروسته د وخت رژیم نسکور شو .
ښاغلیه ولسمشره !
دا مې خالي د تاریخ له پاڼو دوه بېلګې د مثال په ډول راوړي ، اصل موخه مې دا ده د هېوادوالو هغه ارمانونه پوره کړه په کوم پار یې چې ته د ارګ تر ماڼۍ ورسولي . وروستۍ اصلاحاتي او رغنېزې منډې ترړې دې امید بښوونکې دي ، اما له دې سربیره ستاسې له بریا څو اونۍ وروسته ځېنې تنانو هڅه وکړه چې اسلامي ارزښتونو ته توهین وکړي ، د بېلګې په ډول په کابل کې د ایکسپریس نیوز رسنۍ خپره کړې مقاله چې په اسلام په کې نیوکې شوې وي د هېوادوالو احساسات ټپې کړل .
جلالتمآب ولسمشره !
د لومړۍ مېرمنې اغلې رولا غني سیاسي فعالیتونه ، مرکې او خبرې ناستې باید کابو کړای شي ، د اغلې رولا غني متضادې څرګندونې او په سیاسې ډګر کې یې پراخ رول به د هېواد مذهبي کړۍ راوپاروي ، بیا به له سپیناوي پرته لاریونونه او تاوتریخوالې لا زور واخلي .
ولسمشره !
دا ټول مني چې اوسنې یو شړیدلې ، کاواکه او په بهرنیو مرستو تکیه حکومت دی ، دننه حکومت کې له پریمانه نیمګړتیاو برسیره د وسله والو لېکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي . د دولت ضد جګړه لا ښه په کش کې روانه ده ، بې له وینې تویېد نې یوه ورځ هم نه تیرېږي ، موخه مې دا وه چې یادونه وکړم د غازي او ډاکتر نجیب الله غښتلې پر خپلو پښوولاړ حکومتونه په دې ونه توانېدل چې د ملت مخه ډب کړي نو دا کمزوری حکومت به د ځان په دفاع کله وتوانېږي . که غواړي چې هېواد د ورپېښو ننګونو وباسي او یو موفق ولسمشر اووسي نو د مذهبي او اسلامي ارزښتونو توهین او سپکاوی مهار کړه ، مه پریږده چې ولس او حکومت ترمنځ نور هم واټن زیات شي .