ضمیر ساپی
د افغانستان ولسمشر اشرف غني شاوخوا څلورنیم کاله وړاندې په هېواد کې د ناندریزو او تر ټولو جنجلالي ټولټاکنو وروسته د افغانستان واګې په لاس کې واخیستې چې له پخواني جمهور رییس حامد کرزي نه یو داسې وضعیت په میراث ورپاتې و چې ډېری افغانانو ته ۲۰۱۴ مېلادي کال لکه د قیامت ورځ ښکارېده؛ ځکه له یوې خوا د باراک اوباما ادارې پرلهپسې داسې اوازې خپرولې چې له افغانستانه به خپل ټول ځواکونه باسي او له بلېخوا وسلهوالو مخالفینو هم خپلو بریدونه ته پوره زور ورکړی و؛ ځکه همدا وخت یې د خپلې بریا لهپاره زرین چانس باله.
محمداشرف غني چې څنګه د ۲۰۱۴ مېلادي کال په سېپټمبر کې واک ته ورسېده، ډېرو افغانانو د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او نورو برخو پیاوړتیا لهپاره ترې خورا ډېره تمه لرله. که څه هم د نوموړي دغه دوره له ځینو خنډونو، ستونزو او ننګونو سره مله وه، خو بیا یې هم بېسارې لاسته راوړنې لرلې چې د یو لوستي ځوان په توګه ترې سترګې نهشو پټولی.
ستونزې او ننګونې
پخواني ولسمشر حامد کرزي ښاغلي غني ته یو داسې مفسد او شواړ حکومت په میراث پرېښود چې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون له غرب سره د افغانستان اړیکې بیخي تتې شوې وې. کرزي په خپله خوښه د لویې جرګې خلاف پرېکړه وکړه او له امریکا سره یې امنیتي تړون لاسلیک نهکړ چې د نوموړي دې پرېکړې له غرب، په ځانګړې توګه له امریکا سره د افغانستان مناسبات بېخي خړ کړل او ان د دې وېره وه چې امریکا به افغانستان ته بېخي شا کړي.
دا هغه وخت و چې د افغان ځواکونو نږدې ټوله تکیه د بهرنیو ځواکونو پر مرستې وه. دا مهال په افغانستان کې د ناټو پوځیانو شمېر له څه باندې ۱۲۰ زره څخه شاوخوا ۱۵ زرو ته را ښکته شو او هممهاله ورسره د جګړې ټول مسوولیت له نړېوالو ځواکونو د افغان ځواکونو غاړې ته ولوېد چې پهدې سره وسلهوالو مخالفینو، په تېره طالبانو ته پر ولسوالیو او ولایتونو د پراخو بریدونو زمینه برابره شوه او خپلو بریدونو ته یې نهايي زور ورکړ چې د ملکي او پوځي تلفاتو ډېروالي ترڅنګ، د لنډې مودې لهپاره د کندوز، فراه او غزني ولایتونو د سقوط کېدو لامل شول.
همداراز، هغه مهال له ګاونډیو ایران او پاکستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره هم د افغان حکومت سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې چندان هیله بښوونکې نهوې. د ښاغلي کرزي دغه پڅ سیاست د غني پنځه کلنه دوره له خورا ستونزو او سترو ننګونو سره مخامخ کړه.
د ښاغلي غني له ژورو او نیمګړتیاوو څخه بله دا هم وه چې ښايي د اړتیا او مجبوریت له مخې يې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ملي وحدت حکومت په رامنځته کېدو جوړجاړی وکړ چې دغه جوړجاړی یې هم په پنځه کلنه دوره کې تر یوې کچې د سمون او پرمختګ مخه ډب کړه.
لاسته راوړنې او پرمختګ
ولسمشر اشرف غني له نیمګړتیاوو او خنډونو سره – سره بیا هم د خپلې پنځه کلنې دورې پرمهال په کورني او بهرني سیاست، نړېوالو او سیمهییزو اړیکو، سولې، اقتصاد، سوداګرۍ او نورو برخو کې خورا لاسته راوړنې لرلې چې پرې سترګې پټول مناسب کار نه بولم.
د سولې په برخه کې د نوموړي بېسارې لاسته راوړنه له حزب اسلامي سره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرې اترې او د سولې هوکړهلیک لاسلیکول دي چې د افغانستان په نږدې پنځوس کلنه جګړه کې دا ډول هوکړه تر دې دمه نهوه شوه، څو یوه مخالفه ډله دې د جګړې له کرښې د سیاست ډګر ته راوګرځي.
همداراز، ولسمشر غني په تېر کوچني اختر کې وسلهوالو طالبانو ته داسې وړاندیز وکړ چې پخوا يې ساری نه لېدل کېده. نوموړي تر دې وړاندې د کابل پروسې په دویمه غونډه کې وسلهوالو طالبانو ته د سولې خبرو اترو د پیلېدو لهپاره د سولې هر اړخیزه طرحه وړاندې کړه چې وسلهوال طالبان یې ګوته پر غاښ کړل او تر دې دمه يې ورته نه د رد او نه مثبت ځواب ورکړی دی.
د سولې په برخه کې نورې هلېځلې لکه په کابل کې د درې زرو علماوو اجماع رابلل، په اندونیزیا کې د نړۍ د علماوو غونډه او په سعودي کې له ټولې نړۍ څخه د جیدو علماوو ستره تاریخي اجماع چې د مکې امام په کې هم د افغانستان روانه جګړه ناروا وبلله او د افغانستان د امن دعا يې وکړه. همداراز، پهدې وروستیو کې د امریکا په استازیتوب د زلمي خلیلزاد هلېځلې هم د یادونې وړ دي چې د افغان حکومت، په ځانګړې توګه د ولسمشر غني د فعالې بهرنۍ ډېپلوماسۍ پایله یې ګڼلی شو.
د جنګسالارانو پر ضد مبارزه او د واک جزیرو ختمول
په افغانستان کې له بده مرغه د دولتي څوکۍ میراثي ګڼل یو بد دود ګرځېدلی؛ ډېری چارواکي یې خپل مطلق ميراث ګڼي او ترې لرې کول یې داسې انګېري لکه خپل ملکیت چې ترې په زوره اخلې، خو ولسمشر غني په خپلې پنځه کلنې دورې کې د واک ځینې وړې جزیرې ختمې کړې او د جنګسالارانو پروړاندې یې کلکه مبارزه وکړه. د نوموړي د مبارزې ښه بېلګه د کرزي په باد راوړیو پیسو د بلخ چاغ شوي امپراتور عطا محمد نور ګوښه کول او په شمال کې د ولسمشر د دویم مرستیال مهم استازي او سیمهییز قومندان نظامالدین قیصاري نیول کېدل دي چې د ولسمشر دا ډول هڅې ښيي چې نوموړی غواړي د حکومتولۍ فرهنګ له زورواکۍ نه، خلکو ته د خدمت کولو په فرهنګ بدل کړي.
ولسمشر غني د خپلې واکمنۍ له پیله ځوانانو ته ځانګړی پام کړی، تل یې د حکومت په پروګرامونو کې د ځوانانو پر محوریت ټینګار کړی او د دې لهپاره چې په ټولنه او د حکومت په پروګرامونو کې د ځوانانو رول لا ډېر غښتلی شي؛ نو ۱۳۹۶ هـ ل کال يې د ځوانانو په نوم کړ چې وروسته بیا کابینې هم دا موضوع تصویب کړه.
ولسمشر غني دغه راز په حکومتي ګومارنو کې د پارلمان د غړیو لاسونه لنډ کړل. وکیلانو به مخکې خپل کسان په بېلابېلو موقفونو کې ګومارل او یا به یې هم د افرادو پر ګومارنه کمېشنکاري کوله چې اوسمهال یې تر ډېره بریده دا هر څه له لاسه وتلي دي.
بهرنی سیاست
ولسمشر غني د افغانستان بهرنی سیاست شرایطو ته په پام داسې غوره کړ چې له یوې دقیقې سرچینې د یوې نړېوالې ډېپلوماسۍ له معیارونو برخمن شي. نوموړي په خپل بهرني سیاست کې هېوادونه او نړېوال سازمانونه په پنځو کړیو ووېشل چې لومړۍ کړۍ کې یې شپږ ګاونډي هېوادونه، دویمه کړۍ کې اسلامي نړۍ، درېیمه کې شمالي امریکا، اروپا، جاپان، اسټرالیا او د ناټو او ایساف غړي هېوادونه، څلورمه کې اسیا او پنځمه کړۍ کې یې نړېوال پراختیايي سازمانونه، د ملګرو ملتونو سازمان، څو ملتي شرکتونه، نړېوالې مدني ټولنې او اړوند غیر حکومتي سازمانونه شامل دي.
افغانستان په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې د څنډې ته کېدو یا منزوي کېدو له ګواښ سره مخ و او اندېښنې دا وې چې ملاتړي هېوادونه به یې هم په خالي میدان پرېږدي، خو ولسمشر غني د ملي وحدت حکومت د کار له پیل سره منظم پروګرامونه طرحه او تدوین کړل او د پرېمانه سیاسي هڅو په پایله کې یې د ترهګرۍ او د ترهګرو ملاتړو هېوادونو په اړه یې د سیمې هېوادونو، اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې ذهنیت بدل کړ چې په پراخه کچه د افغانستان له دریځه ملاتړ وشو.
ښاغلي غني په وروستیو څو کلونو کې وتوانېده چې له اسلامي هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او د اسلامي همکاریو سازمان ملاتړ هم خپل کړي. د اسلامي همکاریو سازمان دیارلسمه غونډه کې چې په ترکیه کې جوړه شوې وه، افغان پلاوي پهکې ګډون وکړ، د سولې او امنیت راوستو او د ترهګرۍ ضد مبارزې لهپاره یې د اسلامي هېوادونو ملاتړ جلب کړ.
پخوا د پاکستان او ایران پر وړاندې د افغانستان دريځ دومره روښانه نه و، خو په تېرو څو کلونو کې ولسمشر غني وتوانېده چې د یادو هېوادونو پر وړاندې روښانه تګلاره غوره کړي. نوموړي په دې موده کې خپل امریکايي ملګري دې ته اړ کړل چې د پاکستان پرضد پرېکنده دریځ ونیسي او ورباندې سیاسي او اقتصادي فشارونه راوړي.
ولسمشر غني څو ورځې وړاندې ایران ته په ښکاره ګوتڅنډنه وکړه، که اوبه غواړئ، تېل به راکوئ. امریکا څو ورځې وړاندې پر ایران یو ځل بیا داسې بندیزونه ولګول چې ځینو بهرنیو هېوادونو ته به نفت نهشي صادرولی، خو له غرب سره د ولسمشر ښو اړیکو ثابته کړه چې په دې بندیزونو کې به د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د توکو صادرات او واردات معاف وي.
د نړېوالو سازمانونو غړیتوب
نړیوال بنسټونه او سازمانونه د نړیوالې ټولنې هغه برخه ده چې د نړېوال نظم په رامنځته کېدو کې عمده رول لري. نړیوال بنسټونه د ارزښتونو او ګډو تګلارو پر بنسټ د ګډو کارونو لهپاره د چوکاټونو رامنځته کوونکي دي. افغانستان له دغو سازمانونو سره د یوځای کېدو لهپاره توانېدلی چې په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو په راوستو سره په یادو سازمانونو کې د ګډون معیارونه او شرایط پوره او غړیتوب یې واخلي.
پهدې برخه کې د افغانستان د هڅو پایلې دا وې چې د ۱۳ نړېوالو بنسټونو او سازمانونو غړیتوب خپل کړي. د آسیا زېربنایي پانګونې بانک، د سوداګرۍ نړېوال سازمان، د سوداګرۍ نړیوال سازمان، د لویو بندونو نړیوال کمېسیون، د نوې کېدو وړ انرژۍ نړیوال مرکز، د اوبو نړیواله ټولنه، د نړۍ ښاري حکومتولي، د مخابراتو د ګډو ګټو هېوادونو ټولنه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د پرانستې حکومتولۍ مشارکت، د برېښنایي حکومتولۍ سازمان، د کرېکټ نړیواله شورا او د سکي نړیوال فدراسیون هغه نړیوال بنسټونه او سازمانونه دي چې افغانستان یې غړیتوب اخیستی دی. دا لاسته راوړنې په نړیواله ټولنه کې د یوه خپلواک هېواد په توګه د افغانستان مقام تثبیتوي.
د اوبو او انرژۍ مدیریت
اوسمهال د ۴۲ برېښنا بندونو او اوبو ذخیرو کارونه په بېلابېلو پړاوونو کې روان دي او پهدې برخه کې شاوخوا یو میلیارد ډالر خصوصي پانګونه جلب شوې ده. د طرحه شویو پالیسیو پر بنسټ، افغانستان هوډ لري چې په راتلونکيو څو کلونو کې د انرژۍ د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي. د حکومت تر کار لاندې بندونه کولای شي له ۲ مېلیارد متر مکعب زیاتې اوبه ذخیره او له ۳۶۰ زره هېکټاره ډېره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.
اقتصادي او سوداګریز پرمختګ
که څه هم څومره چې پهدې برخه کې تمه کېده، هغومره کار نهدی شوی، خو ولسمشر پر مخ کې له پرتو ستونزو سره – سره بیا هم د خپلې واکمنۍ پرمهال د هېواد لهپاره داسې اقتصادي او سوداګریزې لاسته راوړنې لرلي چې مخکې یې بېلګې نه وې. له بهرنۍ، په ځانګړې توګه پر پاکستان او اېران د افغانستان له اتکا نه نسبتاً خلاصون او د پاکستاني توکیو انحصار پایته رسول چې دا موضوع د افغانانو خوږ ګوته بلل کېده او اسلاماباد به ډېری وخت پر کابل د فشار قوې په توګه هم کاروله.
دغه راز له ایران او هند سره د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو توکیو راکړهورکړه او هند، اروپايي هېوادونو، په تازه توګه له چین او نورو هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو پرانېستل، د افغانستان ملي ګازو شرکت او له «ILF» بهرني شرکت سره د ټاپي پروژې د لومړۍ مرحلې د عملي کولو هوکړهلیک لاسلیکول، د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ د لاجوردو لارې د پنځهاړخیزې ټرانسپورټي، سوداګریز او ټرانزیټي هوکړهلیک لاسلیکول چې د سوداګریزې راکړې ورکړې او ټرانسپورټي انزوا د لهمنځه تلو لامل ګرځي، د اروپا، قفقاز او مرکزي اسیا (ټراسیکا) د ټرانسپورټي دهلېز غړیتوب خپلول او د کابل ـ نوي ډیلي او کندهار ـ نوي ډیلي هوايي دهلېز جوړول، هغه سیمهییزې اقتصادي لاسته راوړنې دي چې د افغانستان د کورنیو تولیداتو لهپاره يې په بهر کې ښه باراز برابر کړی چې پهدې برخه کې د ولسمشر غني لاسته راوړنې پهدې وروستېو کې د نړېوال بانک لهخوا هم وستایل شوې.
که څه هم د خلکو پر دسترخوان کوم څرګند تغیر نه لېدل کېږي، خو په ۱۳۹۶ هـ ل کال کې د صادراتو کچې ۷۸۴ میلیون ډالرو ته زیاتوالی موندلی؛ په داسې حال کې چې دا شمېره په ۱۳۹۳ هـ ل کال کې۵۷۰ مېلون ډالره اټکل شوې وه. په ۱۳۹۳ کال کې د افغانستان کلني واردات ۷٫۷۲۹ مېلیارد ډالر ښودل شوي وو او په ۱۳۹۶ کال کې دا کچه ۳٫۷۵۷ ته راښکته شوه چې سم نیمايي ټیټوالی ښيي.
د عایداتو ډېروالی هم د پخوا په پرتله څو چنده ډېر شوی دی. د ولسمشر غني ځینې د پام وړ هڅې د دې لامل شوې چې پر اقتصادي حوزه بېرته د خلکو باور پیدا شي. په ۱۳۹۴ هـ ل کال کې د افغانستان کلنۍ اقتصادي وده ٪۰٫۸ وه خو دا سلنه په ۱۳۹۶ کې ٪۲٫۶ ته لوړه شوه.
دغه راز په ۱۳۹۷ هـ ل کال کې کورني ناخالص تولیدات یا GDP ٪۳٫۰ یا ۲۱٫۸ مېلیارد ډالر وو چې په درې کلونو کې به دا فیصدي ٪۳٫۹ ته پورته شي او افغانستان به هر کال ۲۵٫۶ مېلیارد ډالرو په ارزښت کورني ناخالص تولیدات لري.
په ۱۳۹۴ کال کې د یوې کوچنۍ دورې په استثنا، د تېرې څه باندې یوې لسیزې په پرتله په وروستیو څو کلونو کې افغانستان د ملي پیسو په ارزښت او د بیو په عمومي کچه یا پړسوب کې ډېر کم نوسانات درلودل چې د پیسو نړیوال صندوق په توګه د معتبرو نړیوالو بنسټونو له لوري یې هم ستاینه شوې او ټاکل شویو موخو ته په رسېدو کې یې د حکومت د پولي چلند ستاینه کړې ده.
د نویو عایداتي سرچینو په تشخیص او په اداري او مالي برخو کې د اصلاحاتو په عملي کېدو د افغانستان عواید په بېساري ډول زیات شوي چې په وروستیو دریو کلونو کې د عوایدو راټولېدو کچې تر ټاکل شوي هدف د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.
په ډاډ سره ویلی شو چې په نورو برخو کې هم د پام وړ پرمختګ شوی دی، خو په پای کې غواړم ووایم چې د ولسمشر اشرف غني پنځه کلنه دوره د ګواښونو، ننګونو او نیمګرتیاوو ترڅنګ، په پورته برخو کې تر ډېره بریده بریالۍ وه؛ نو ځکه يې یو ځل بیا اراده وکړه چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړي چې په وینا يې خپل نیمګړي کارونه بشپړ کړي.