نرګس نهان

تاند، پنحشنبه، د عقرب ۲مه: په وروستیو دوه ورځو کې د افغانستان له کابینې یو بل وزیر هم کم شو او د کانونو وزارت سرپرسته په کور کېناسته.

د کانونو وزارت سرچینو تاند ته تایید کړه چې د کانونو وزارت سرپرستې نرګس نهان د شخصي ستونزو له کبله استعفا ورکړې ده چې ولسمشر هم منلې ده.

بلخوا ارګ وایي چې نن ولسمشر غني د کانونو وزارت تخنیکي معین عنایت الله مومند خپل دفتر ته وربللی او د کانونو وزارت سرپرست یې ټاکلی دی.

مومند په لندن کې لوړې زدکړې کړي او د افغانستان په صنایع استخراجي سکټور کې د کار تجربه لري.

تیره ورځ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني استعفا ورکړې وه.

خو رباني ظاهراً د خپل وزارت په چارو کې د ارګ مداخله او د موازي ادارو جوړېدا د خپلې استعفا دلیل بللی دی خو د چارو یو شمېر کتونکي بیا د رباني دلیل په ځای نه بولي او وايي چې که راباني په رښتیا په خپل وزارت کې دا ډول ستونزې لرلې نو باید پخوا یې استعفا کړې وه اوس خو د حکومت دوره پای ته رسېدلې او ښايي په څو ورځو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *