ژباړه: لېوال افغان
غني یو عادي شخص نه دی، نوموړی اوسمهال په داسې حال کې په افغانستان کې د آسیا د اقتصادي څلور لارې پر جوړونه بوخت دی، چې له یوې خوا پاکستان د سیمې د بې ثباته کولو او د افغانستان په نا امنۍ کې لاسوهنه کوي او له بلې خوا ایران په مستقیم او غیر مستقیم ډول چې لا هم دغه هېواد په خپل ځان بسیا نه دی پرې خپل فشارونه واردوي.
په سیمه کې روسیه هم د افغانستان په داخلي چارو کې په ښکاره توګه لاسوهنه کوي او د ډاکټر نجیب الله د دورې غوندې خپل ناکام رول او لوبه یو ځل بیا غواړي دلته تکرار کړي.
تر ټولو مهمه دا چې په کور دننه جنګسالاران او د افغانستان د بربادۍ اصلي عاملین، چې دغه هېواد یې د کورنۍ جګړې پر مهال له خاورو سره خاورې کړ، یو ځل بیا د دغو ترخو تجربو په تکرار سره غواړي له ولسمشر غني څخه ډېر امتیازات تر لاسه کړي او په دې هڅه کې دي، چې په بې ځایه مداخلو د ولسمشر غني وخت ضایع کړي او د هغه پلانونه له عملي کېدو څخه لرې وبولي، مګر له دې سره سره بیا هم ولسمشر غني په سیمه کې خپل سیاست تود ساتلی او خپل دوه ګاونډي هېواونه ایران او پاکستان يې پرته له ټانګ، توپ او پرمختللو اتومي تاسیساتو، چې څلوېښت کاله یې د افغانستان جګړې ته پوکی ورکاوه په ګونډو کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان دمګړۍ نږدې له ښو اقتصادي فرصتونو څخه برخوردار دی، اما د غوره اقتصادي پالسیو او پلانونو له نه شتون سره مخ دی، ځکه اوسمهال د پاکستان اقتصاد افغانستان ته محتاجه شوی دی.
د افغانستان او پاکستان د اړیکو د خرابېدو په وخت کې به د پاکستان حکومت د هر بل وخت په څېر تر ټولو ستر اقتصادي پلان دا و، چې له افغانستان سره خپلې پولې وتړي او د افغانستان سوداګر له ځان بیزاره او وښيي چې پاکستان ته اړ دي، مګر دا لوبه یې په حقیقت کې پخپل زیان تمامېده. د پاکستان ملي سوداګرو او اقتصادي چارو کارپوهانو په تکرار سره خپل دولت ته اخطار ورکاوه او ویل به یې چې غني یو معمولي شخص نه دی او له غني سره تر اقتصادي زور وهلو، نه زور وهل غوره دي.
د پاکستان بهرنی سیاست دومره له کاره لوېدلی و، چې په تکرار سره یې خپلې له ضدیت ډکې تېروتنې له افغانستان سره بیا بیا تکرار کړې، خو د درس په لټه کې نه شو.
له ولسمشر غني څخه د هغه د کاري ورځو په لومړیو کې وپوښتل شول، چې بهرنی سیاست دې له کوم ځایه پیلوې؟ غني د افغانستان د شمال له ګاونډي هېوادونو له ډلې څخه د یو نوم واخیست، ټولو وخندل، اما ما سخت ټکان وخوړ، ځکه زه پوهېدم، چې غني څه ویل. له دې سره سره بیا هم پاکستان خپلو شومو کړنو ته ادامه ورکوله.
موږ یوازې دومره افغانستان ته حق ورکوو، چې ولمسشر غني لومړۍ پاکستان په خپله غېږه کې ونیوه، خو حال دا چې هندوستان له پاکستان څخه ورته لومړیتوب درلود، مګر پاکستان د غني په غېږ کې لکه کوچنی ماشوم خپلې لغتې ووهلې. غني هند ته د اقتصادي راکړو ورکړو لاس ورکړ او هندوستان یې تود هرکلی وکړ، خو له بدبخته، چې پاکستان بیا هم له فرصتونو پر ځای ګټه وا نه خیستلی شوه، د افغانستان پر وړاندې یې د تل په څېر له خپل عقديي چلند څخه کار واخیست او خپلې دروازې يې وتړلې، بالاخره داسې ورځ را ورسېده، چې ولسمشر غني برعکس د خپل ارام، خو څپانده سیاست پر مټ د ټولو هېوادونو اقتصادي دروازې د پاکستان پر مخ ور وتړلې.
نن ورځ افغانستان د پرمختګ، غني کېدو او ترقۍ پر لور روان دی او پاکستان د نابودۍ او انزوا خواته! افغانستان د اسیا او اروپا د څلورو اقتصادي لارو لرونکی او پاکستان په کوچنیو او وروسته پاتې هېوادونو باندې بدلېږي. اوس هم د پاکستان حکومت د افغانستان د دولت او خلکو پر وړاندې د توبې فرصت په لاس کې لري، چې پرته له دې به پاکستان تل افغانستان ته اړ وي، ځکه غني غواړي افغانستان د خپلو هوښیارانه اقتصادي پلانونو پر مټ په چټکۍ سره مخ پر وړاندې بوځي، چې پاکستان یې پر وړاندې هېڅ هم نه دی.
د ولسمشر غني څلور لوی پلانونه چې کار پرې روان او نږدې زیاته برخه یې عملي شوې هم ده، هغه پلانونه چې حتا اروپایان یې هم په افغانستان کې د تطبیق کېدو او عملي کېدو غوښتونکي دي.
۱- لومړی پلان یې سرتاسري سوله ده، چې نږدې په دغه برخه کې بریالی شوی هم دی او له مخې به یې د افغانستان خلک سره متحد او یو موټی شي او په افغانستان کې به جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
۲- د افغانستان ځمکې لاندې کانونو او معدنونو شفاف استخراج
د کانونو له استخراج سره به افغانستان په نړۍ کې په شتمنو هېوادونو بدل شي
۳- د افغانستان د اوبو مهار او را ایسارول
افغانستان چې په خپلو اوبو هر څومره لوړه بیه وټاکي، اېران او پاکستان مجبور دي، چې هغه قیمت افغانستان ته ورکړي، ځکه بله لاره نشته، ایران او پاکستان نور اړ دي، چې د خپلې بقا لپاره د افغانستان له اوبو ګټه واخلي او د هر نظامي یرغل او تجاوز اراده یې پر افغانستان د نړۍ د پخواني مات شوي زبر ځواک شوروي اتحاد له ترخو تجربو څخه زده کړې ده.
۴- د نړۍ د ۲۰۵ څخه د زیاتو هېوادونو د سرمایې انحصار په افغانستان کې ده، چې ممکن د افغانستان د قیمتي کاڼو ارزښت د نړۍ هېوادونو د طلاوو په معادل بدل شي، ځکه د افغانستان هر کاڼی ځانته ځانګړی ارزښت لري.
ولسمشر غني له بهرني سیاست سره سره کورنی سیاست هم په ځیرکۍ سره څاري، مفسد، غله، ټوپکسالاران او ناکاره خلک یې یا له دندو ایسته کړل او یا يې هم بې صلاحیته کړي دي او د دولت زیاتره چارې یې په خپل لاس کې اخیستې دي. د پاکستان د حکومت مشران ۱۸ ساعته خوب ته اړولي دي، خو ولسمشر غني برعکس ۱۸ ساعته کار کوي. که څه هم په موجوده وخت کې یو شمېر خلک د غني له کارونو راضي نه ښکاري، خو دا ناراضایتونه به ډېر ژر ويښ شي، خپل ښه او بد به تفکیک کړي او ولسمشر غني به هم ډېر ښه درک کړای شي.
تکرار بیا هم وایم… چې پاکستان باید خپل بایللی او ناکام سیاست د افغانستان پر وړاندې بدل کړي، ځکه نن ورځ موږ موکه لرو، چې افغانستان زموږ غږ واوري، خو سبا ښايي افغانستان په هغه ځای کې قرار ولري، چې د پاکستان پر فریادونو ښايي په اسانۍ سره غوږ ونه ګروي.
د امریکا مرستې، د نړیوال بانک همکارۍ او مرستې، بریتیانیا، د سعودي عربستان او چین مرستې چې د پاکستان دولت له ډېر ټینګار سوال او زاریو وروسته له دوی سره د هغو وعدې وشوې، خو غني یوازې د یو قلم او دوه کلمو سیاست په کولو سره ټولې مرستې د افغانستان په ګټه را وڅرخولې او پاکستان د خپلې لویې کیشتۍ او ټولو امکاناتو سره د ساحل په غاړه ور خطا پاتې شو، خو دوی ډېر وروسته غني وپيژانده.
نن ورځ افغانان په تش لاس، خو په نړیوال اعتبار سره د خپلو مشرانو مخونو ته تحقق ورکړی. داسې سترې او لويې پروژې یې پیل کړې، چې موږ یې حتا فکر نه کاوه، چې د افغانستان غوندې وروسته پاتې هېواد وګړي دې یوازې د نوموړو پروژو پر نومونه پوه شي؛ خو د تمې خلاف دمګړۍ موږ په افغانستان کې ددغو سترو پروژو د رښتیا کېدو او پېښېدو شاهد یوو.
نن په پاکستان کې ټولې هغه سترې پروژې چې زموږ مشرانو پیل کړې وې، له افغانستان سره زموږ د زور ازموینې، خیانت او د ولسمشر غني د سياستونو له امله هغه له خنډ او خنډ سره مخ شوې دي، چې له امله يې د پاکستان اقتصاد په رکود کې دی. له ۱۴ څخه د زیاتو ملي او حیاتي پروژو کارونه د زوال خواته روان دي او د پاکستان اقتصاد هم ور سره په ډېر بد وضعیت کې ښکېل دی.
که افغانستان د سولې موخې او مرام ته ورسېږي، بیا به د افغانستان بد نیتي ګاونډي هېواونه هېڅکله له افغانستان سره سیالي ونه کړای شي، ځکه د افغانستان خلک له هيچا هم کم نه دي. د افغانستان خلک زړور، قوي او باجراته وګړي دي او خپل هېواد ډېر ژر جوړولی شي.
که مهربانی وکړی د لیکنی اصلی لینک راسره شریک کړی په اردو یا انګریزی ژبه