تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /دوشنبه/ په کندهار کې خرقې مبارکې ته لاړ او د حضرت رسول اکرم (ص) خرقه یا قبا یې پرانیسته.
ارګ په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي«د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په حکم کې د خرقې مبارکې متولي څخه وغوښتل چې د خرقې مبارکې ځانګړی صندوق پرانیزي او بیا یې په هېواد کې د سولې، ثبات، خیر او فلاح لپاره د خیر دعا وکړه. وروسته د جمهور رئیس غني او ورسره پلاوي په حضور کې د خرقې مبارکې ځانګړی صندوق پرانیست او ټولو په ګډه د خدای تعالی په دربار کې په هېواد کې د سولې، ثبات، ورورۍ او اتفاق دعا وکړه. »
د حضرت رسول دا مبارکه جامه په یوه بکس کې ساتل کېږي او د افغانانو لپاره ځانګړې سپېڅلتیا لري.
خرقه په خاصو وختونو کې پرانیستل کېږي.
۲۴ کاله پخوا ملا محمد عمر خرقه مبارکه ښکاره کړه او د امیرالمومنین د لقب اعلان یې وکړ.

خرقه مبارکه په داسې حال کې پرانیستل شوه، چې سبا د افغانستان د حکومت له لوري طالبانو ته اعلان شوی اوربند پیلېږي.
سبا د روژې اووه ویشتمه او د اوربند لومړۍ ورځ ده.
د حکومت اوربند له دې ورځې د اختر تر پنځمې پورې اعلان شوی.
طالبانو د حکومت د اوربند په ځواب کې یوازې د اختر درې ورځې د اوربند په توګه منلي دي.
۱۱۸۱ ق کال د اوسني افغانستان موسس احمدشاه بابا د خپلې پاچهۍ په ۲۲ کال خرقه مبارکه له فیض اباد څخه پلازمېنې کندهار ته ولېږدوله.
په دې ویدیو کې خرقه مبارکه ووینئ