تاند- د ولسمشر له غوښتنې وروسته په ننګرهار، خوست، غزني، کندهار او پکتیا ولایتونو کې د استسقا لمونځونه وشول.

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ له ټولو افغانانو وغوښتل چې د پیغمبر اکرم ص له سُنت سره سم د پنجشنبې په ورځ د استسقا لمونځونه وکړي.

راپورونه وايي چې د پنجشنبې په ورځ په ننګرهار، پکتیا او ځینو نورو ولایتونو کې د استسقا لمونځونه شوي دي.

د ولسمشر غني تر غوښتنې مخکې هم په یو شمېر سیمو کې د باران لپاره لمونځونه شوي دي.

ښاغلي غني له دیني عالمانو او د جوماتونو له امامانو غوښتي چې د حج او اوقاف وزارت او د علماوو د شورا په همکارۍ په پلازمېنه او ولایتونو کې د استسقا د لمانځه د شرعي اهمیت په اړه خبرې وکړي.

د ژمي لومړۍ میاشت پای ته رسېدلې خو له هغې واورې پرته چې په لومړیو کې په سالنګ کې واورېده، چندان ورښتونه نه دي شوي.

د افغانستان د هوا پېژندنې اداره اټکل کوي چې ښايي د راروانې اوونۍ د یکشنبې او د دوشنبې په ورځو د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر سیمو کې ورښتونه وشي.

5 thoughts on “د ولسمشر غني په سپارښتنه په یو شمېر ولایتونو کې د باران لپاره لمونځونه وشول”
  1. دا دومره زحمت ګوره آخر هم د باران لپاره، خو یو سم پوخ مونځ وکړئ، چې ۳ وخته پخه ډوډۍ، پلو، قابلي، خوروا، کباب، کړايي له اسمانه راوه اووري، نه به کرل وي نه ریبل، نه پخول، له هرڅه بیغمه، په دنیا به جنتیان یوو، هسې هم دا ۱۷ کاله په مفتخورۍ عادت شوي یوو ههههههه

  2. که له دوعګانو څه جوړيده نو نن به په افغانستان کی سوله وه. کار وکړې او د ونو نيالګي کشينوئ چه وطن شين شي بيا بارانونه اوري.

  3. همدا آرزو او هیله او امید او غوښتنه هم یو ډول دعا ده
    دا هیله یو کس د لمانځه او دعا پواسطه بیانوی
    بل کس ئې د شعر او هنر په ژبه بیانوی
    بل کس ئې په بل ډول بیانوی
    کوم خبیث نه غواړی چه کلی او وطن ئې آباد او شین وی
    بناً د دعا او لمانځه په وړاندی ګوستأخی به د ؤلس د احساساتو په وړاندی د ګوستأخی په معنی وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *