د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې نن ماسپښین په ارګ کې پر شمشاد تلویزیون تروریستي برید وغانده او د قربانیانو کورنیو ته په رسیدګي یې ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د دښمنانو ځپلو او د وطن په دفاع کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کوښښونو او سرښندنو د ستاینې ترڅنګ د غزني، ارزګان، کندهار، هلمند، فراه، کنړ، نورستان، هرات او بادغیس ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه هر اړخیز بحث او  د دښمنانو د شومو پلانونو د دفعه کولو او شنډولو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

ملي امنیت شورا د وسلې د ساتنې او ګرځولو د جواز د ورکړې طرزالعمل تطبیقي پلان چې کورنیو چارو وزارت له ټولو اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ ترتیب کړی، تصویب کړ او کورنیو چارو وزارت یې موظف کړ چې د هغه د تطبیق په موخه هر اړخیز اقدامات وکړي.

همدارنګه د فاریاب ولایت د امنیتي وضعیت ارزونکي پلاوي په یاد ولایت کې د ظلم او بشري سرغړونو په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ چې ملي امنیت شورا د قانون د هر اړخیز تطبیق په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *