تاند- پر تذکرو د سټېکرونو د لګولو په وجه د امنیتي ستونزو له کبله د خلکو له شکایتونو وروسته نن /سې شنبه/ ماښام په ارګ کې په یوه غونډه کې په دذې موضوع بحث وشو.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې غونډه کې چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمېشنرانو، په کابل کې د ځینو هېوادونو سفیرانو، د اروپايي اتحادیې استازي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازي او د حکومت یو شمېر غړو برخه اخیستې وه.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې  پر تذکرو د سټیکر په لګولو، د نوم لیکنې د مرکزونو پر امنیت، د نوم لیکنې بهیر په تمدید، ټاکنو په کمیسیون کې پر ګومارنو، د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشا د ظرفیت پر لوړولو، د دغه کمیسیون د مطبوعاتي او تخنیکي ټیم په اړه بخث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.

په خبرپاڼه کې د پرېکړو جزییات نه دي حرګند شوي خو ویل شوي چې جزئیات به یې په راتلونکو ۲۴ساعتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ولس سره شریک کړي.

ډېری افغانان وايي چې پر تذکرو د سټېکرونو د لګېدو له کبله د دوی ژوند د وسله والو مخالفانو له لوري له ګواښ سره مخامخ کېږي.

دوی له حکومته غواړي چې له سټېکر څخه دې ډډه وکړي.

په همدې حال کې ګڼو خلکو رسنیو ته ویلي چې وسله وال طالبان پر لارو د خلکو تذکرې ګوري او که د چا پر تذکره سټېکر لګېدلی وي، نه یوازې دا چې تذکره ورڅخه اخلي، ټکوي یې او حتي په مرګ یې ګواښي.

ولسمشر غني او د غونډې نورو برخوالو د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د اداري بهیر چټکتیا او مسوولیت منل مهم او عاجل وبلل. همدارنګه ټینګار وشو چې ټاکنې د حکومت او خلکو اساسي او اصلي لومړیتوب دی او په دې برخه کې هیڅ ډول وظیفوي غفلت د منلو نه دی.

 ښاغلي غني د رای ورکوونکو د نوملیکنې مرکزونو د امنیت د لا خوندیتوب لپاره د امنیتي ادارو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د دغو مرکزونو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې دې ظرفیت لوړ کړي او لازم امنیتي تدابیر دې ونیسي.

ویل کېږي چې د نوملیکنې د بهیر له پیلېدو را په دې خوا په تېرو ۳ اوونیو کې یوازې یو ملیون افغانانو نومونه د رای ورکوونکو په توګه ثبت کړي دي..

One thought on “د ولسمشر غني په مشرۍ په لوړپوړې غونډه کې د تذکرو پر سټېکرونو بحث وشو”
  1. په لومړي سر کې دا د چا آیډیا وه او ولې هغه وخت ورته متوجه نه شول . آیا په هغه وخت کې طالبان نه وو او که د سټیکرونو په هکله څه تفاهم ورسره شوی وو . په دغه سټیکرونو به د انتخاباتو د کمیسون څومره مصارف شوي وي ؟ هغه ټول بیځایه وو ؟ آیا دا سوالونه د بحث کوونکو ذهن ته راځې او که نه ؟ او که دا صرف د پیسو د مصرفولو یوه لاره وه او پیسې مصرف یعنې أخوا دیخوا شوې اوس پرې بحث کیږي؟ ډیره د افسوس خبره ده ! زما په نظر که چیرې دغه ستیکرونه باطلیږي او یا یې کارول بندیږي هغه شخص یا کمیټه/کمیسون چې ددې سټیکر د چاپ او مؤثریت پلوی وو باید پوښتنه ترې وشي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *