تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۲مه: د مالیې سرپرست وزیر نن د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې ومنله چې د ولسمشر لپاره ځانګړي شوي ۹۱ کوډ کې پيسې ختمې شوې دي.
د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون مشر زلمي زابلي له ښاغلي همایون قیومي وپوښتل چې د ولسمشر په ځانګړي کوډ کې پیسې ختمې شوې دي، مګر د ماليې وزارت د بودیجې له اصولنامې څخه په سرغړونه د ولسمسشر کوډ ته نورې پیسې هم استوي.
په ځواب کې يې همایون قیومي تایید کړه چې د ولسمشر لپاره په ځانګړي شوي ۹۱ کوډ کې پیسې ختمې شوي دي مګر دوی د اړتیا له مخې مجبور دي چې د ولسمشر کوډ ته نورې پیسې ورکړي.
د مالیې د سرپرست وزیر دغه ځواب د مشرانو جرګې قناعت خپل نه کړ او سناتورانو وویل، وزارت هیڅ صلاحیت نه لري چې د ولسمشر کوډ ته له اصولو خلاف پیسې واستوي.
دا په داسې حال کې د چې ۹۱ کوډ د ولسمشر لپاره ځانګړی شوی او ترې د مصرفېدونکو پیسو هیڅ حساب نه اخیستل کېږي.
د امریکايي پوهنتون لپاره د کابل پوهنتون او کرنې وزارت اړوند د ۷۰ جریبه ځمکې ورکړه، په کاناډا سفارت د ملي تلویزیون د پلورل شوې ځمکې د پیسو ورکېدل او د ۸ ملیارده ډالري پورونو د اخیستلو په اړه د مالیې وزارت طرحه نور هغه ټکي وو چې سناتورانو یې په اړه د مالیې له سرپرست وزیر څخه ځوابونه وغوښتل.
دا به مو ورډېره کړې وه چې، دا په داسې حال کې ده چې د یوې بې سروبوله پرېکړې له مخې د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو معاشونه هم له ۹۱ کوډ نه ورکول کیږي، اوس چې هلته پیسې خلاصې شوي، د بېلابېلو پوهنتونونو استادان د معاش د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي. په دې لړ کې ننګرهار پوهنتون استادان خورا خواشیني ښيي.