ولسمشرډاکټراشرف غني احمدزي د لوړي مراسمو په لومړۍ ورځ د يوشمير زورواکانو ګرېوان ته لاس واچوى، چي په دې زورواکانو کي يې لومړى په عدلي او قضايي څانګو کي د فساد خبره په ښکاره ياده کړه.
په دې اړه ولس او نړېوالو نارې وهلې، خو په دولتي کچه يوداسي چا د ژر اصلاحاتو يادونه او د يوې مياشتي په اوږدو کي د راپور غوښتنه نه وه کړې.
د کابلبانک قضيه هم د هيواد په کچه يوه له هغو دوسيو څخه ده، چي په دې ليسټ کي ټول د زور او زرخاوندان شامل دي. داسي کسان په دې قضيه کي تورن ګڼل سوي دي، چي د هغوى لاسونه د ملي وحدت په حکومت کي هم تر ډېره ځايه رسيږي.
که څه هم تراوسه د يادي قضيې دوه تنه تورن کسان د کابل پوليسو نيولي دي، خو نور لا پاته او په خپلو سيمو کي د درناوي خاوندان دي.
ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د لوړي په مراسمو کي يوې بلي مهمي خبري ته هم اشاره وکړه او رسنۍ وايي، چي په دې اړه يې عملي ګامونه هم راپورته کړي دي.
هغه مهمه خبره د پوليسو له ليکو څخه د تنظمي او غيري مسلکي پوليسو ليري کول او پرځاى يې مسلکي کسان په دندو ګومارل دي.
که وکتل سي، د کورنيو چارو په وزارت کي ډېر داسي کسان، چي پر وزارت سربيره له نورو زورورو او زرلرونکو سره ژوري اړيکي لري، وسله په لاس په خپله خوښه دنده پرمخ بيايي.
په تيرو ديارلسو کالو کي هرچا په دې اړه شکايتونه وکړل، ليکن د اصلاح په اړه يې لکه څنګه، چي په کار ده، په منظم ډول کار نه دى سوى.
ولس غواړي، چي په دې اړه مثبت بدلونونه راسي، ځکه پوليس د خپل شعار له مخي د (ټولني خدمتګار دى) خو له بده مرغه زموږ اکثره پوليس له لوړ څخه تر کښته پوري د خدمتګارۍ پرځاى د بادارۍ پرليوني اس سپاره دي او خبره نه ورسره کيږي.
د افغانستان مسلمان ملت د نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي دغه وروستۍ هڅي ستايي، ليکن په دې هم اندېښمن دي، چي د دې دونده زيات فساد په وړاندي به ولسمشر خپله مبارزه په کومو امکاناتو اود چا په ملاتړ مخته بيايي، په داسي حال کي، چي ولسمشراحمدزى غيري تنظمي سړى او په ملي يووالي حکومت کي هم د پخواني جمعيت، نظارشورا، جنبش او نورو ډلو مهم کسان او ان رهبران ورسره پوره ونډه لري.
که چيري ولسمشر وتوانيږي، چي د دونده زياتو ښامارانو په منځ کي د خپلو ژمنو عملي کولو ته ورسيږي، نو ښه خبره ده او که چيري د تيرو کلنو په ډول يوځل بيا له افغانانو سره خداى مه کړه د خطاايستو معامله کيږي او يوازي هغه کسان، چي وس نه لري د قانون منګولو کي پاتيږي او ځواکمن ورڅخه ځان باسي، نو افغانان له داسي تکراري ژمنو او کړنوڅخه ترپزي راغلي دي، خوکه چيري د فساد په وړاندي مبارزه په رښتيا له زورواکانو راپيل او په شفاف ډول پاى ته ورسيږي، نو ملت تر داسي دولت ځان قربانوي، ځکه داسي دولت د ولس لوى ارمان و او د خپل دغه ارمان لپاره يې ويني توى کړي، هيواد يې کنډواله سوى اويتمان يې تراوسه په پرديو کوڅو کي خيراتونه غواړي.
ډاکټرصاحب اشرف غني احمدزى دي په دې خبره نور هم ځان ښه پوه کړي، چي افغانانو په تيرو بېلا بيلو انقلابونو کي زياتي غوړي خبري او تشي وعدې اورېدلي، له دې وروسته يوازي پر عملي کار بسنه کوي او په نورڅه نه غوليږي.
09 – 10 – 2014 ، کندهار ښار