تاند- د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش وايي، اجرايي رييس او د بلخ سرپرست والي د الیکترونیکي تذکرې په برخه کې ستونزې پېښې کړي دي. ده په غیر مستقیم ډول اجرايي ريیس او د بلخ سرپرست والي په قومي تعصب تورن کړل.
ښاغلي دانش نن دوشنبه – حمل ۱۶/ په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې که د احوالو د ثبت د قانون یوه لانجمنه ماده بدله شي د الیکترونیکي تذکرو توزیع ته به لار پرانستل شي.
د ده په وینا له دې تغییر سره سم به په نویو الیکترونیکي تذکرو کې د قومیت او ملیت یا ملت نومونه ذکر شي.
سرور دانش ویلي، د کابینې د قوانینو په پرونۍ /یکشنبه/ غونډه کې موافقه وشوه چې په الیکترونیکي تذکره کې دې قومیت او ملیت ولیکل شي.
د ښاغلي دانش په وینا د ولسي جرګې له لوري د دغه تغییر د تصویب په صورت کې به د الیکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ پیل شي.
سرور دانش لیکلي:«د الیکترونیکي تذکرو د محتوا په برخه کې نه ولسمشر او نه هم زه د افغان د سپېڅلې کلمې په ذکرېدو کې ستونزه لرو، باید د افغانستان زړه ور ملت ته حقیقت وویل شي چې مشکل یوازې اجرايي رييس او د بلخ سرپرست والي رامنځته کړی دی. هیله ده چې قومي تعصبونه ختم او د پردیو د لاس اله نه شو او پر خپل ملي هویت وویاړو.»
ټاکل شوې وه چې د ملي هویت کارتونه یا تذکرې بې له دې چې د قوم او ملیت (ملت) یادونه پکې وشي، ووېشل شي. خو د افراط او تفریط پلویانو هڅه کړې چې د افغان کلمه متنازع کړي.
بي بي سي فارسي په دې برخه کې مخکښ رول لري او ځکه یې نن د سرور دانش څرګندونې تر ټولو مخکې خو په تحریف شوې بڼه خپرې کړې.
دې رسنۍ بې له دې چې کوم سند وړاندې کړي ادعا کړې چې یو شمېر خلک په تذکرو کې د افغان د کلمې د ذکرېدو غوښتونکي دي خو اکثریت له دې کلمې سره مخالفت کوي او وايي چې افغان پښتنو ته وايي.
دې رسنۍ نه دي ویلي چې دا خبره د کومې نظرپوښتنې یا د کومې نړیوالې موسسې د څېړنو پر اساس کوي.