تاند، چهار شنبه، د جدي ۲۵مه: افغان حکومت پرېکړه کړې چې د سولې اړوند ټول کارونه به له دې وروسته د سولې په چارو کې له دولت وزارت سره په همغږۍ ترسره کېږي چې د سولې عالي شورا به په حاشیه کې پاتې شي.

ولسمشر غني تېره ورځ مازیګر یو حکم صادر کړی چې په کې راغلي دي د سولې ټولې چارې به د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لارې په همغږۍ ترسره کېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه وزارت ته د سولي د چارو د هماهنگۍ د ارشدې کمېټې د دارالانشا دنده سپارلې ده او د دغې کمېټې کار دا دی چې د سولې په مختلفو ابعادو د پريکړو همغږي رامنځته کړي.

ولسمشر د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته په داسې حال کې د صلاحیتونو د زیاتولو حکم ورکړی دی چې د سولې شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي، همکارانو یې او د شورا غړو پنځه میاشتې کېږي چې خپل معاشونه او امکانات نه دي ترلاسه کړي.

د سولې شورا په رهبرۍ نیوکه ده چې په لسو کلونو کې یې د سولې اړوند هیڅ کار نه دی کړی.

One thought on “د ولسمشر نوي حکم د سولې عالي شورا حاشیې ته یوړه”
  1. د سولې عالي شورا باید همدا نن ړنګه او منحل اعلان شوې وای او د هغې کلنۍ بودیجه د ښوونې او روزنې وزارت او یا د فاع وزارت ته ورکړل شوې وای چې زمونږ ماشومان وروزي، ښوونکو او یا د هېواد مدافعینو ته معاش ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *