ولسمشرکرزي د فرانسې له یوې ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي،چې امریکامتحده ایالات باید له افغانستان سره د امنیتي تړون په مساله کې له افغانستان سره د یوه یرغمل کوونکي هېواد په توګه چلند ونه کړي.

ښاغلي کرزي دا خبرې په داسې وخت کړي،چې له امریکا سره یې د امنیتي تړون پرسراختلافات دوام لري او د ده د دولت وسله وال مخالفین له کلونو،کلونو راهسیې امریکا یرغمل کوونکی او افغانستان د دغه هېواد لخوا یرغمل شوی ګڼي.

نامسولانه موقف ګیرۍ

د افغان حکومت یوه لویه ستونزه به همدا وي،چې چارواکي یې ډېرکله د خپلسرو موقف ګیریو کوشش کوي.

ډېرکله زموږ چارواکي د خپلو موقفونو له درک پرته غواړي،داسې خبرې وکړي،چې په عامه ذهنیت او مطبوعاتو کې دوی مطرح شي.

په دغسې موقف ګیریو کې اکثره وخت چارواکي یو د بل په چارو کې د مداخلې کوشش هم کوي.

شخصاً ولسمشرکرزی کله د دغې ستونزې ښکارکیږي او له خبرو او موقفونو یې داسې ښکاري لکه دی چې د یوه ولسمشرپرځای د افغانستان د بهرنیو چارو وزيروي.

د ولسمشرکرزي په پيروۍ د افغانستان نورو زیاتو چارواکو هم وخت په وخت داسې څرګندونې کړي او کوي چې د دوی له موقف او مسولیت سره نه دي برابر.

تراوسه پورې ډېرځایي چارواکي او د نورو سکتورونو منسوبان د افغانستان په سیاست،بهرنیو اړیکو،اقتصادي وضعیت او حتی راتلونکو اوږدمهالو پلانونو باندې نظرونه ورکوي.

پارونکې څرګندونې

د ولسمشرکرزي دا خبرې د افغانانو کمزوري سیاسي شعور او عامې کم درکۍ ته په کتو سره په یوه حساسه مرحله کې پارونکې ګڼل کیږي.

ښاغلي کرزي که د فرانسې له مولونډ ورځپاڼې سره په مرکه کې له دې خبرو څخه نور هدفونه هم لرلي وي،یانې له امریکا سره په ظاهراً ګرمه لوبه کې د خپلې ګټې د چانس زیاتولو کوشش وي،خو اغېزې یې د افغانستان پرحالاتو ښې نه دي.

ولسمشرکرزي پخپله دغه مرکه کې د امریکا متحده ایالات تورن کړي،چې هڅه کوي پرافغانستان د مرستو د کمولو له هڅې سره افغان حکومت د امنیتي تړون زر لاسلیک ته ترفشار لاندې راولي.

ښاغلي کرزي نوره واضحه کړې نه ده،چې امریکا په کوم ډول او څنګه پرده د دغسې فشار راوړلو هڅه کړې.

ناسنجول شوې اغېزې

ولسمشرکرزي له دې نه وړاندې هم پخپلو ځینو مرکو او ویناوو کې داسې څرګندونې کړي،چې ده ته په ځینو هدفونو کې شخصي ګټې یې لرلې،خو په عام ډول یې اغېزې ناسنجول شوې او د افغانستان په خیرنه وې.

د داسې څرګندونو لویه برخه ډېرکله د امریکا متحده ایالاتو او بهرنیو ځواکونو خلاف وې،چې د افغانانو عام ذهنیت یې په ځینو مقطعي زمانو کې پارولی دی.

په دې څرګندونو کې نه احتیاط،احساساتي چلند او د عملي او عمومي پایلو نه سنجش سبب شوی،چې کله د ولسمشرکرزي او ځینو نورو چارواکو خولې او خبرې په نامستقیم ډول د افغانستان د ګټو او لومړیتوبونو خلاف وکاریږي.

ولسمشرکرزی باید د یوه ولسمشر په توګه ډېرمحتاط وای او واوسي،د افغانستان شرایط یې په پام کې نیولي وای،د دغسې څرګندونو هرډول پایلې یې د افغانستان پروضعیت اټکل کړي او درک کړي وای.

د افغانستان شرایط د دې ضرورت لري،چې باید ولسمشرکرزی له دغسې څرګندونو سره خورا محتاط واوسي.

که دا خبرې دوام ولري او بیا،بیا وشي د افغانستان د دولت او اوسني نظام خلاف روانې وسله والې جګړې ته په لوی لاس او نامستقیم ډول د مشروعیت ورکولو کوشش وي.

One thought on “د ولسمشر پارونکې خبرې/ ارشاد رغاند”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *