ټاکل شوې، چې د کابل ولایت په سمسوره او ښکلې ولسوالۍ پغمان کې يوه داسې زینتي دولتي ودانۍ جوړه شی، چې په یوه وخت کې به د نږدې زرو کسانو د ځایښت وړتیا ولری. ددې ودانۍ د جوړېدو چارې په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روانې دي او تمه ده، چې تر راتلونکي پسرلي پورې به يې ټول کار بشپړ شي او د ولسمشر حامد کرزي د ژمنې سره سم به په کې د  فارسي ژبو هېوادونو کلنۍ مېله، ياني د نوروز لومړۍ ورځ، چې ددې هېوادونو کلتوري او دودیز نړیوال جشن بلل کېږي،  په پوره شور او دودیزه سره ونمانځل شي.

   په سر کې خو باید دا وضح کړو چې په کابل کې د دې جنش تر سره کېدل له هره اړخه یوه د خوښۍ خبره او د افغانانو لپاره ښه زېری دی، دا که له یوې مخې څرګندوي چې کابل اوس له پخواني وضعیت نه راوتلی او د ګڼو ناستو اوجشنونو کوربه توب کولی شي، نو له بله اړخه د ځینې ګاونډیو هېوادونو چارواکو ته له نږدې د احساس ورکوي چې زموږ هېواد تر ډېره هغسې نه دی لکه په بهر کې انګیرل کېږي، ملي سوداګر او پانګوال جذبوي او د افغانانو او افغانستان په اړه یې معلومات زیاتېږي، ځکه چې هلته به د افغان لاسی صنایعو نندارتونونه او کلتوري پروګرامونه هم عملي کېږي.

    افغان ولسمشر حامد کرزي تېر کال په ګاونډي هېواد تاجکستان کې د فارسي ژبو هېوادونو له خوا د نوروز جشن نمانځنې پرمهال ژمنه وکړه، چې راتلونکی کال به کابل ددې جشن کوربه وي او د هغو هېوادونو هر کلی به وکړي، چې ددې جشن له اړخ سره مشترک کلتوري او دودیز مشترکات لري.

ددې لپاره چې داجشن د ولسمشر کرزي له ژمنې سره  سم په ښه ډول تر سره شي او کابل هم  د ملېمو هېوادونو مشرانو ته کم را نه شي، نو ولسمشر کرزي په خپل ځانګړې پاملرنه دې پروژې ته اشاره کړې، چې د کابل له کارته مامورين څلور لارې نه نیولې تر قرغې پورې سړک هم په برکې نیسي او په بې سارې چټکۍ سره په ډېره کمه موده کې جوړ شوی دی.

د کابل ښار د قرغې سیمې اوسېدونکي وايي، چې له کارته مامورين څلور لارې تر قرغې بې بند پورې سړک په دومره چټکۍ جوړ شوی او پوخ شوی، چې دوی یې هېڅ تمه نه درلوده، ددې سیمې اوسېدونکي زياتوي، چې ددې سړک کارونه په ډېره چټکۍ او لوړه کوالیټي پیل شول او نږدې په دوو میاشتو کې ډېر کارونه چې وروسره د لښتیو، ځینو پل ګوټو او پلي لارو جوړول هم شامل وو، د شپې ورځې کار په پایله کې جوړ شول او دوی ته تر پخوا زیاتې اسانتیاوې را منځته کړې دي.

    ددې سيمې له یوه استوګن نه مې په یوه محفل کې واورېدل چې ویل يې :” فکر نه کوم چې تر اوسه دې په افغانستان کې  کوم سړک په دومره ښه کیفیت او چټکۍ سره  جوړ شوی وی، زما هېڅ تمه نه وه چې د ژورې کندې او د سړکونو څنډې چې لوډرو سپړلې او کیندلې يایې ترې  دکانونه لرې کول، دومره زر بېرته جوړ او د ګردونو یا بيروبار مخه ونیسی، خو هر څه بېرته جوړ شول او سړک دومره پراخه شو، چې یوه شېبه هم په کې موټر د ګڼې ګوڼې له امله نه تم کېږي.”

     ده همدا راز وویل: په خوا به له پولې تخنیکه تر قرغې په نیم ساعت کې هم د بېرو بار او ګڼې ګوڼې په سبب ځڼډېدو، خو اوس مو مزل تر پنځو دقیقو نه اوړي، دا کار ځکه دومره په چټکۍ سره تر سره شو، چې دا خپله د ” ولسمشر پروژه” ده، خپله ترې ولسمشر کرزی څارنه کوي، په یوه  یوه نیمه میاشت کې دوه ځله پغمان ته ولاړ او په قرغه کې يې د جشن لپاره نوې پیل شوې ودانۍ له نږدې وکته، همداسې یو سړک د کمپنۍ له خوا هم د پغمان په لور پیل شوی چې کارونه یې په چټکۍ روان دي، باید همداسې وشی، ولسمشر کرزي ژمنه کړې، اخر د افغانستان د ابرو او وقار خبره ده، ګاونډي هېوادونه باید په نوروز کې وګوري، چې کابل هم د مېلې او جشن ځای دی.

   که څه هم په دې لاره د ملي اردو یوه فرقه او ملي دفاعي پوهنتون هم پروت دی، خو له شک پرته چې د ولسمشرکرزي له ځانګړې پاملرنې پرته ددې پروژې او سړک دومره په چټکۍ  بشپړېدو ته نږدې کېدل او شپه ورځ کار د ولسمشر کرزي له ځانګړې پاملرنې او فشار پرته ممکن نه و.

  پوښتنه دلته پیدا کېږي، چې له دې پرته په هېواد کې نورې پروژې ولې دومره په چټکۍ او بیړني ډول پلې او بشپړې نه شوې، یا په بل عبارت د ولسمشر کرزي له پاملرنې ولې محرومې وې او د اړوندو چارواکو له پامه غورځېدلې وې؟

   په ورته ډېری پروژو کې نه یوازې چې اداري فساد موجود او له کیفیت څخه برخمنې نه وې، بلکې په ټاکلي وخت هم بشپړې نه شوې، چې هم یې په دې پروژو د خلکو بارو را کم کړ او هم يې په راتلونکي کې ددې ډول ملي پروژو په اړه د خلکو هیله مندي له اندېښنې سره مخ کړه.  پراخه بهرنۍ مرسته ولګول شوې، خو ګټه یې لنډ مهالې او ورته ځانګړې شوې پیسې په نمایشي کارونو ولګېدې او د اداري فساد کندې ته ولېدې.

   که چېرته دهېواد په ګوټ ګوټ کې ډېرې  نه په هر ولایت کې دا ډول یوه پروژه د ولسمشرۍ ریاست له خوا مخامخ د ولسمشر کرزي له لوري څارل شوې او پلې شوې وی، نو له  شک پرته چې نن به مو د بیا رغونې په برخه کې د رغونې د یوه کلتور تېږه اېښې وه او ولايتونه به د سالمې سیالۍ له مخې مخ پر وړاندې تلل او اړوندو  ولايتي چارواکو به په نورو ورته پروژو کې هم له  مجبوریته هڅه کوله او یو معیار به ورته اېښودل شوی و، چې څه غواړو او په  څومره وخت کې يې غواړو.

   کابل د هېواد پلازمینه ده، نه یوازې چې دا ودانۍ او دا تفریحي سیمه باید بهرنيو مېلمنو ته بېلګه ییزه وي، بلکې په ګڼو نورو سیمو او سمسورو ولسوالیو کې دې هم دا ډول پروژې پلې  او په مخامخ ډول  دې د ولسمشر له خوا و څارل شي، ځکه چې د هېواد پلازمېنه د یوه هېواد د کلتور، خلکو  او دودونو استازولي کوي.

One thought on “د ولسمشر پروژه/ خلیل تسل”
  1. I think we are weak in our supervision specially to monitor our projects no advance technology to check construction material no experts this field which material we should use in which place I spoke most of contractors we have a lot of problem to take fund on time the most of time they are not giving fund as per our contract it take a lot of time to take fund from ministry of finance if I highlight that will take too much time for that just I give example

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *