عجيبه ورځ وه، څو احساساتو اخيستو او حوصله بايللو سياسي مشرانو د پخواني شمالي اتحاد او پنجشير د سياسي رهبرانو هغه نقشه پلې کوله، چې د حالاتو په سياسي قاموس کې ورته د يوه ستر، خو ځورېدلي ملت پر وړاندې پر اوبو د کرښو له اېستلو پرته بله مانا نه موندل کېږي.
پرون رښتيا هم حيرانوونکې شېبې وې، له حسرت او ناهيلۍ ډک ساعتونه وو، د ملت په خېمه، د لويې جرګې په تالار کې د افغان ولسمشر هغه عکس د څو بې احساساتو او کرايي ساتونکو په لاس را پرېوته، چې ترې لاندې ددغه ولس په لسګونو، برخليک ټاکونکې، مهمې او ملي غونډې تر سره شوې وې، څو ننۍ ناسته له نورو خلاف او ورته راغللي ګډونوال عجيبه وو.
دوى په څوکيو د کښناستو پر ځاى په څوکيو ولاړ وو، چيغې يې وهلې، د ولسمشر عکس يې په پوره مېړانه را وغورځاوه، لکه په دې اړه، چې د محکمې کوم جدي حکم له ځان سره لري، څېرې يې کړ او د يوه داسې سياستوال او ناکام نوماند تصوير يې پر ځاى بند کړى، چې دوى ” رییس جمهور منتخب مردم افغانستان” جمله ترې لاندې ليکلې وه، خو فکر ، درک او سوچ يې له دغه ځوانانو سره يوه زره توپير هم نه درلود.
افرين د ولسمشر کرزي پر حوصلې او بې وسۍ شه. اى کاش! ورته معلومه شوى وى، چې نن هغه کس ستا تصوير پر ځمکه وويشت، چې په تېره لسيزه کې يې تا له يوه فرمايش نه هم سرغړونه نه وه کړې، هغوى دې په اوږو وګرځول، ولسوالۍ يې دې ور ولايت کړه او ټول هغه جنګي او بې سواده جګړه مار، چې ځانونه يې د لوکسو درېشو او رنګارنګ نېکټاييو په کارولو درته د ديموکراتيت په جامه سينګار کړي وو؛ په تا د مجربو او وړ شخصيتونو په توګه قبول کړل.
همدوى ستا د حکومت لوى ونډه وال، خو ستا ستر مخالفين او سياسي اپوزيسون هم وو، ته به پوهېدې يا نه، چې دوى په لوکسو نېکټايي ګانو او مذهبي چپنو کې نه دي بدل شوي، ذهنونه او سرونه له همغه جنګي او متعب فکر ډک دي، په ديموکراسۍ تش تر مطبوعاتو او خبرو باور لري او تر هغو پورې ورته ژمن دي، چې ګټې يې خوندي وي. خو چې کله د دوى واک په خطر کې شي، نو بېرته پخواني جګړه مار او ښاماران دي، اردو، پوليس او نور ټول مقامونه يې در څخه ګرو کړي او فکر کوي، چې ته هم دوى واک ته رسولى او لوى سړى کړى يې او بايد دغه احسان يې ومنې.!
ولسمشره! ته نن برحال ولسمشر يې، ولسمشر د خلکو استازى وي، خو دوى په څومره بې احترامۍ او بې ادبۍ ستا تصوير څېرې کړ، نن به درته ثابته شوي، چې د لستوڼي ماران دې څومره غوړ او چرب ساتلي وو، تا څومره ستر ولس او لوى قوم( پښتانه) د هغوى د فرمايشونو او مصلحتونو قرباني کړل، کوم ناتار وو، چې په دغه بدبخته قوم ستا او ستا د دا ډول همکارانو له لاسه تېر نه شو؟
تا هغوى هېر کړي او قاتلانو ته حواله کړي وو، هغوى دې په اوږو سپاره کړل او پښتانه او نور قومونه دې پر پښو لاندې کړل، خو همدغه قومونه له دې سره هم ستا دشملې او دبدبې د لوړولو په سوچ کې وو، نن چې د ملي ګټو او ملي يووالي پر وړاندې دومره لوى ګواښ او بې شرمانه حرکت رامنځته کېږي، نو کوم دي ستا ملي ځواکونه او ملي امنيت چې غاښ يې ورمات کړي؟ کوم دى يو معمولي خوځښت، چې ولاړ شي او د خپل ملي زعيم څېرې شوى او غورځېلى تصوير بېرته راپورته کړي؟ که همدا تصوير د شمالي ټلوالې د کوم بل عادي مشر وى او داسې غورځېدلى وى، نو نن به څه حال و؟
ملي ځواکونه خو پرېږده، چې په پښتني سيمو کې عمليات وکړي، د کورونو دروازې ورماتې کړي، د بهرنيانو په مرسته د طالب په نامه پښتانه ځوانان، زده کوونکي او ملا امامان ووژني، ميندې سرتورې کړي او د دا ډول وحشيانه کړنو پر مخالفينو يې د طالب او القاعده ټاپې ووهي، د دوى ملي يووالى او ملي ګټو ژمنتوب خو همدا دى، که ته ورته په خپل قاموس او مصلحت کې کوم بل تعريف لرې، هغه نو بېله خبره ده.
هېواد په خورا نازکو سياسي حالاتو تېرېږي، خو يو نېکټايي کړى او ستا نازولى سياسي مشر او احساساتي ټيم يې ، چې ځان د ولس استازى بولي له ارزښتونو او ملي ګټو سره په بې شرمۍ لوبې کوي. ورځ په ورځ نوې غوښتنې او لوبې رامخکې کوي، په امريکايي ولسمشر او بهرنيو چارو وزير ناز کوي، خو شکر چې افغان ولس خپله پرېکړه کړې او ستا يوه مناسب ځاى ناستي ته يې رايه ورکړې ده.
يو نوماند، چې د هېواد يو لوى اکثريت قوم يې له څارويو(پسونو) سره تشبېه کړى، د همدغه قوم، ځينې تش په نامه مشران لا هم د خپلو ګټو او څوکيو لپاره په دې سترګې پټوي. هلته د يموکراسۍ اوملي يووالي نارې وهي او حتى تر ننه حاضر نه دى، چې افغان او افغانان ووايي او ددې پر ځاى ورته د” مردم افغانستان” خطاب کوي، څنګه به يو لوى هېواد اداره کړى شي.!
دغه ښاغلي نوماند هلته پښتانه وننګول، چلينج يې ورکړ، چې بې فرهنګه دي، د رايې په ارزښت نه پوهېږي، نو څنګه به يې سيال بريالى شي، خو کله چې هغوى را پاڅېدل په پوره مېړانه يې رايه ورکړه او دهغه ملا يې ور ماته کړه، نو بيا يې هم چيغې وهلې، چې ولې يې دومره زياته رايه ورکړه، دومره رايه له کومه شوه او همداسې نورې خبرې او بې ځايه بهانې …
هغه ډله، چې يوازې په خپلو ګټو، قدرت او څوکيو ايمان ولري او ديموکراتيکو ارزښتونو، ديموکراسۍ او د بيان ازادۍ ته يوازې تر خپلو ګټو ژمن وي، نو څنګه به هېواد له اوسني بحران وکاږي، څنګه به دهغه هېواد مشري وکړي، چې له بېلابېلو قومونو جوړ دى او د خادمانواو غدارانو د تفکيک وړتيا يې موندلې ده.
ولسمشره! د افغانستان هغه لوى اکثريت او د هغوى د رايې او انتخاب درناوى مه کوه، هسې هم ستا د واک په وروستيو ورځو کې د هغوى نازول او يادول دوى ته څه ګټه نه لري، خو لږ تر لږه خو د خپل تصوير د څېرلو او غورځېدو پوښتنه وکړه، لږ تر لږه خو د خپلو ملي ځواکونو څخه دا پوښتنه وکړه، چې دوى د کومې ورځې لپاره روزل شوي او ملي ارزښتونه څه مانا لري؟
عکسونه او مجسمې خو دهغه چا څېرل کېږي او غورځول کېږي، چې له واکه لرې شوى او يا هم په ملي خيانت تورن شوى او قاتل وي، واکمني يې را نسکوره شوې وي. بيا دغه واک هم يا ولس او يا واکمن نظام لري، خو ستا تصوير نه ولس راغورځولى او نه هم واکمن نظام! دا کار ستا د حکومت نازولو پخوانيو او اوسنيو چارواکو کړى او ښه په نره يې کړى.
2014-07-09
کابل، دارالامان
چی کری هغه به ریبی. د ګلانو پرځای ښاغلی جمهور رییس اغزی کرلی دی اواوس دادی هغه اغزی هم خپل ثمر ته رسیدلی دی. د ښاغلی جمهور رییس د واکمنی په وخت کی ټول ملکی او نظامی امتیازات همدی ډلی ته ورکول شول او هغوی هم ښه په میړانه ګټه تری واخیسته.
یویی راولاړ شو د پښتنو سیموته د رایی پاڼو لیږل یی منع کړل او هغه ته چی شپه او ورځ یی خپل کار په صداقت او ایمانداری سرته رساوو ، د ملی خایین خطاب کیږی او په مرګ تهدیدیږی ، له دندی لری او د هغه شخصیت ته توهین کیږی . هغوی ته چی د ملت او هیواد ګټی مهمی دی دسیسی جوړیږی او وژل کیږی. دایی ثمره ده او د هیواد د ملی زعیم ، قانونی ولسمشر تصویر له داسی ځایه راغورځول کیږی چی هلته د دی مظلوم هیواد د سرنوشت ورقی امضا شویدی او افتخار یی هم د هغه چا دی چی نن یی عکس ورته ټوټی ټوټی کیږی.
په مقابل کی خایین او ظالم پولیس د کابل ښار د مظلومو ښاریانو په سر بیرته واکمن ټاکل کیږی او په اصطلاح لنډی شوی مار یی بیرته په لستوڼی کی وساته .
دا ټول د یو خام او نا سنجول شوی سیاست ثمره ده.
هغوی ته چی هیواد او قانون محترم دی له کاره لری او په کور کیناستل. د ملت واک یی د لیوانو په لاس ورکړی اوهرڅه چی خولی ته ورشی وایی یی.
اوس پوښتنه دا ده چی دی اوباشانو او ډاکوو ته ولی اجازه ورکړل شوی وه چی د لویی جرګی په خیمی کی غونډه وکړی
دوی نه کوم دولتی مقام لری او نه هم د افغانستان عام خلک دی. دوی یوازی قاتلین او لچکان دی او د دوی اصلی ځای زندان دی .
ته دا جرات ته وګوره چی د یو ولسمشر عکس وغورځوی. ریښتیا چی دا ځنګلی حیوانات په هیڅ قانون بند او باز نه دی. چیری چی د دوی لنډغری چلیږی هلته یی کوی.
دا خو ټولو ته معلومه ده چی ولسمشر کرزی صاحب د دی ډلی د نفعی لپاره د ټولو په حقونو پښی کیښودلی خو هیڅ یو یی هغه ته بی احترامی ونه کړه، دا هم هغه متل دی چی وایی (از ریش مه رستم شدی، اخر به مه دشمن شدی)
خدای دی خو دا ټول (زنده باد او مرده باد) په خیر خلاص کړی او عبدالله او نور ټوپکوالا دی اصلاح کړی.