تاند- د بریتانیا ډیلي مېل ورځپاڼې ادعا کړې چې د لندن په یوه لوکس هوټل کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي دوې شپې په ۵۳ زره پونډو تمامې شوي دي.

مېل ورځپاڼې بریتانیا ته د ولسمشر کرزي د فبرورۍ د میاشتې سفر ته په اشارې لیکلي، د بریتانیا حکومت د خپلو مالیه ورکوونکو ۵۳ زره پونډه په دې لګولي چې د افغانستان د بېوزله هیواد ولسمشر او ورسره ۱۲ ملګري د لندن په یوه خورا لوکس او قیمتي هوټل کې دوې شپې تېرې کړي.

د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د ۱۲ کسیز پلاوي په مشرۍ د بریتانیا په رسمي بلنه لندن ته لاړ چې د افغانستان، بریتانیا او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

ده دوې شپې د لندن د (Claridges) د مای فېر (Mayfair) هوټل په لوکسو خونو کې وکړې چې د هرې کوټې د یوې شپې کرایه یې شاوخوا ۷ زره پونډه ده.

دا پنځه ستوریز هوټل د لویو پانګوالو او فلمي ستورو زیات خوښېږي.

1مېل ورځپاڼه وايي چې له ولسمشر کرزي سره ۴۰ کسیز پلاوی راغلی و خو ۱۲ یې د بریتانیا د حکومت رسمي مېلمانه ول او مصرف یې هم د بریتانیا حکومت ورکړ.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او ورسره ملګری پلاوی په بریکلې هوټل کې واړول چې ګومان کېږي د دوو شپو مصرف یې ۱۰ زره پونډو ته ورسېد.

1ډیلي مېل وايي چې افغانستان د نړۍ یو تر ټولو بېوزله هیواد دی او بریتانیا هر کال ۱۷۵ ملیون پونډه مرسته ورکوي.

په راپور کې ویل شوي چې په مای فېر هوټل کې د ارزانه خونو د یوې شپې کرایه ۳۰۰ پونډه ده خو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر کرزي د دوو شپو هستوګنې په خاطر، چې د هوټل په مجلله خونه کې یې تېرې کړې، د ۵۳ زره پونډو بېل ادا کړ.

One thought on “د ولسمشر کرزي د هوټل د ۲ شپو کرایه ۵۳ زره پونډه شوه”
  1. دا پیرنګیان څه بې شرمه خلک دی په میلمنو پسې ډوډۍ حسابوي د میلمه پالنې دستور لکه بیخی نلری

  2. زه خو د دې رسوایۍ له امله وایم چې هسې … خواړه چې زور یې نه لاره، په مېلمنو یې لګښت کاوه او اوس یې بېرته ورته سترګو سترګو ته کوي. بېخ دې لا د انګرېز وځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *