د طالبانو په پټو جامو او پټو مولونو کې دا ځل د لستوڼي یو بل ډول ښاماران هم راڅرګند شول، خو یوازې پدې فرق چې له دوی سره د ټوپک پر ځای چاړه وه او د مرۍ پر ځای یې د یو درجن افغانانو د شهادت په ګوتو تېره کړه.

د هرات په رباط سنګي کې وروسته له هغه یو درجن افغانان د ولسواکۍ قربانیان شول، چې د مخپټو وسله والو د میل خلاف کاندید ته یې رایه وکاروله او د ټوپک پر ځای یې سپکو سپورو ته په توره ګوته ځواب ووایه.

پرون دې یو درجن افغانانو خپلې شهادت ګوتې پورته کړې وې، خو تورې نه وې، لکه د زړونو او قولونو یې سپینې وې، خو سره رنګ یې یو پټ داستان درلود، هغه چې کېدای شي تر بل ځل دا شان ټاکنو یې څوک پاڼه وانه ړوي او قربانیان یې تر مرګه په اوداسه کې په غاښونو د شهادت ګوته رانه کاږي.

یو د لاس په پنجه کې نیولې ټوله مړۍ په خوله منډي، خو بل په اوداسه کې د سنتو د پوره کولو اجازه او واک هم نه لري. عجیب ملک دی او عجیب یې خانان.

دلته هر داستان په یو نوم ورکي طالب وسله وال پسې وتړل شي، هغه چې نه کور لري، نه در لري او نه دروازه، خو افسانوي نوم یې هره ورځ له لسګونو افغانانو ژوند اخلي، خوند اخلي او په بدل کې یې یوازې په سر یو تور لاس محسوسوي او بس.

په تصویر کې یو درجن افغانان د خپل صلاحیت د کارولو بدیل څکي، چې د هرات په رباط سنګي کې د تېرې شنبې په ورځ مازیګر د نا معلومه وسله والو له لوري وتښتول شول او ماښام تیاره یو لوړ دنګ مخ خریلي په اوږده چاړه له دوی ګوتې پرې کړې او د افتخار په توګه یې ورته بېرته جیبونو ته واچولې.

د قربانیانو یوه یې رسنیو ته ویلي: ((جلادانو زموږ د ګوتو تر پرې کولو وروسته راته وویل، چې اوس مو پرې شوې ګوتې درسره واخلئ او ولاړ شئ، چې ستاسو کاندید یې درته بېرته پیوند کړي.))

د منطق، استدلال او ولسواکۍ رد ځواب به همداسې وي، ځکه ماشې ته برابره ګوته بل څه پېژني؟ او د نور څومره وحشت تمه ترې کېدای شي؟

خو عجیبه داده، چې هره لوړه ژوره د دولت د مخالف وسله وال په نوم تین شي او درې ورځې وروسته پرې خاورې واوړل شي، ځکه د بل داستان شروع کېدو ته خو به هم تیاری نیول په کار وي کنه.

هسې نده، چې څڼور وسله وال د لسو نومرو لایق دی، بلکې یوازې پرتلنه کېږي، چې هغه هم وژل کوي، دا هم، خو هغه غاړه یو نوم لري، اما دا غاړه لا تراوسه هم ورکه ښکاري.

پرون د ولسواکۍ ۱۱ علمبرداران د سړک غاړې په ماین چاودنه کې و وژل شول او دا هغه کسان ول، چې هغه بله ورځ یې د پرې شویو ګوتو والا ته رنګ برابر کړی و، کارت یې ورته نښه کړی و او د خپل واک او صلاحیت د کارولو لپاره یې ورته یوه شنه پاڼه په لاس کې ورکړې وه، چې د دوو کسانو عسکونه پکې لګول شوي وو.

پاس نیکټایي والا ته یې هم (ډاکتر) لیکلي و، او لاندې لونګۍ والا ته یې هم (ډاکتر) لیکلي و، خو د یوه په پلوۍ د دوه کمو یو درجن افغانانو ګوتې پرې شوې.

د سړک غاړې ماین خښوونکي په خورا افتخار د یوولسو موټر سپرو ځوانانو تر مرګ وروسته یو بل ته مبارکیانې ورکړې او دا یې د افغانستان د دویم دور ټاکنو پر مهال خپله لویه لاسته راوړنه وبلله، خو د ګوتې پرې کوونکي جلاد بیا چاړه پخپلو شونډو راښکله او تر ګونډو لاندې سپین ږیري ته یې د هغه پرې شوې ګوته په لاس کې ورکړه، چې ځه اوس دې کاندید ته ولاړ شه، چې ګوته دې درته بېرته پیوند کړي.

د دواړو خواوو ترمنځ کوم فرق شته؟ د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی او کموالی وینئ؟ او اوس به د ښه او بد لیکه پدې منځ کې څوک راکاږي؟

دا په هغو افغانانو له پاسه دي، چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د شنبې ورځې په ټاکنو کې په ټول هېواد کې ۶۰ تابوتونه وشمېرل شول.

یوه ډله په پوځي جامو کې خپلو بچیانو ته ولېږل شول، خو د بلې ډلې له جامو د وینو بوی راته او له لرې پرې د وینو سرې دارې ښکارېدې.

0 thoughts on “د ولسواکۍ لپاره د یو درجن افغانانو پرې شوې ګوتې/ شریف افغانمل”
  1. سلام یاره زما په اند دا د طالب کارنه راته ښکاری اوس نو تنورسورده هرڅوک پری ډوډی پخوی دا کارزه دعبدالله دحزب طالبان ګڼم ترڅووکولی شی له دی لیاری خپل مغرضانه اوکثیف حرکت وښی دده نوماندیدل دارګ کرسی ته په همدی خاطرده چی څنګه ملت پاله افغانان وزوری اوزمینه خپلو غارتګرو ډلو ته برابره کړی بله یی لا داچی عبدالله وایی زه دناامنو سیمو رایه نه منم نو ته چی دناامنو سیمو رایه نه منی نو دیادوکسانو ګوتی ولی پری شوی اوکه دا ددی وطن نه وای نو ولی یی ددی قربانی سره مخ کیدل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *