بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۱۴) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۳\ ۱۳۹۳
د تروریزم په قاموس کې عاطفه، زړه سوی، ترحم او بل هر هغه انساني خصلت ځای نه لري چې یو انسان یې تصور کولای شي.
د ترهګرۍ د بلا خوله چې وازه شي بیا نو دا فرق نه ور باندې لرې چې ګنا کار مخې ته ورځې که بېګناه، کوشنی یې تر زامه لاندې کېږي که سپین
ږیری، پر نر یې خوله ور برابرېږي که پر ښځه، په مخ کې یې د ولاړ مقاومت کوونکي په ککرۍ غاښ ور لګوي که د هسي بې دفاع او د خدای له دنیا څخه د ناخبره.
د ډاروونکو په اصولو کې سرحد نشته، هر ځای چې انسان دی د دوی یې له بې عزتۍ، وهلو او پرته له کوم ځنډه وژلو سره کار دی.
د بېروونکو د وحشت په لومړیتوبو کې متفکر سرونه، روښان مغزونه، وبښ ذهنونه او شعوري دماغونه راځي.
هغه یوازنی شی چې دهشت حساسیت ورسره لري هغه درک، احساس، علم او معرفت دی ځکه څومره چې د پوهې قلمرو پراخېږي په هماغه نسبت د وحشت ټغر ورسره ټولېږي.
د دې ادعا یو ښکاره ثبوت د یوې اونۍ په دننه کې د کابل او پېښور پر علمي– هنري پیکر باندې د وحشتناکترینو ترهګریزو بریدو دوې هولناکترینې پېښې دي، چې آن جنایت هم حیران ورته پاتېږي.
د قوس پر شلمه د کابل استقلال لیسې د غونډو په تالار کې یوې هنري او له پیامه ډکې ډرامې(تپش قلب- سکوت بعد از انفجار) د نندارې مهال یوه واقعي ځانمرګي د تمثیلې ځانمرګي له صحنې سره همهاله ځان والوزاوه، د دې پېښې یو قربانې د میترا تلویزیون خبریال ( زبیرحاتمي) هم وو چې تر پېښې لس ورځې وروسته یې د قوس پر ۳۰– مه د نړۍ وحشت ته د همېش لپاره شا کړه، هغه د خپلې کورنۍ یوازنی روزي رسان وو، د هغه شلې او شوټې مور آن ونشوای کړای چې تر روغتونه ځان ورسوي او د خپلې یوازنۍ اسرې د کوما تراژیکه تماشه وکړي، لکه ټول انسانیت چې مسخه شوی دی او د قوس پر پنځه ویشتمه په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي تر ټولو بدترینې تروریستې حملې د ۱۴۳ ښوونکو، زده کوونکو او نور بې آزاره مخلوق ژوند د هغوی د خپلو وینو په سمندر کې د تل لپاره غرق کړ.
د افغانستان او پاکستان تر ټولو فاسدترین چارواکي د خپلو ناانساني سیاستو په کرغېړنو لوبو بوخت دي او په دا منځ- منځ کې یې د دنیا ټولو ترهګرو ته د شیطاني اعمالو د برپا کېدا زمینه سازه کړې ده، دهشتګر د وینو سمندرونه بهوي او بداخلاقه سیاستوال په دغو سمندرو کې د خپلو مردارو ګټو بېړۍ چلوي.
د کونړ د دانګام ولسوالۍ پر مظلومو او باعفتو تور سرو، ماشومانو، او سپین ږیرو چې دا مهال تروریستانو کوم محشر جوړ کړی، انسانیت په شرمېږي.
متل دی: چې فقیر ته د سپیو سلا یوه ده.
د افغانستان او پاکستان وګړي د نړۍ فقیر ولسونه دي چې خپلو سیاستوالو یې پر سرو او ناموسو سپین سترګې سوداګري روانه کړې ده.
ملتونه باید روښان، را ویښ او منسجم شي که نه سرنوشت یې په نېستۍ، بې وسۍ او تباهۍ محکوم دی.