تاند- په کابل کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر وايي، د افغانستان د راتلونکې شنبې /میزان ۲۸ – اکتوبر۲۰/ د ولسي جرګې انتخابات به څه باندې ۲لکه ۵۰ زره څارونکي وڅاري.

په افغانستان کې د ملګروملتو استازي تدامیچي یاماموتو نن /سې شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې څارونکي د انتخاباتي درغلیو په مخنیوي کې اغېزمن رول لوبولی شي.

«د بې پرې افغان څارونکو او د کاندیدانو د استازو له لوري د څه باندې ۵ زره رای مرکزونو څارنه ډېره مهمه ده. د دوی حضور د درغلۍ د مخنیوي او تشخیص لپاره تر ټولو اغېزمنه لار ده.»

ټاکل شوې ده چې څه باندې دوه نیم لکه کورني څارونکي د شنبې په ورځ د رای ورکولو په مرکزونو کې د رای ورکولو بهیر وڅاري.

په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د انتخاباتو په ورځ به نژدې ۵۱۰۰ مرکزونه د رای ورکولو لپاره پرانیستي وي.

همداراز ۵۴ زره امنیتي ځواکونه د انتخاباتو د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.

د افغانستان ولسي جرګه ۲۴۹ چوکۍ لري. له غزني پرته له ۳۳ ولایتونو څخه د ولسي جرګې لپاره څه باندې ۲۵۰۰ تنو ځانونه کاندید کړي چې تر ټولو ډېر کسان په کابل کې کاندید دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *