تاند- د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن /شنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل، د رای ورکولو په هغو مرکزونو کې به د شپې تر ۸ بجو انتخابات دوام وکړي چې ناوخته پرانیستل شوي دي.
صیاد همداراز وویل، که کوم مرکز د نن د ماسپښین تر یوې بجې پورې خلاص نه شو، سبا به په هغو کې انتخابات وشي.
د ولسی جرګې د انتخاباتو د رای ورکوبو په بهیر کې ستونزې:
ځینو مرکزونو ته په وخت انتخاباتي مواد نه و رسېدلي
یو شمېر مرکزونه په ځنډ پرانیستل شول
په بایومیتریک ماشینونو کې تخنیکي ستونزې
له بایومیتریک سیستم سره د مامورینو نه بلدتیا
د رای ورکوونکو په لیستونو کې د رای ورکوونکو د نومونو په ځنډ موندل
د رای ورکولو ځینو مرکزونو ته د څارونکو نه پرېښودل
د یوه مرکز پر ځای بل ته د رای ورکوونکو د لیست په استولو کې تېروتنه
د رای ورکولو بهیر څنګه پیل شو، چیرې ډېرې ستونزې وې؟
په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د رای ورکولو مرکزونه په اکثرو برخو کې نن سهار (۷) بجې پرانیستل شول.
سره له دې چې د دولت وسله والو مخالفانو ګواښونه کړي وو خو بیا هم داسې معلومېږي چې خلکو د ګواښ ډېره پروا نه ده کړې.
په څو سیمو کې د چاودنو ږغونه اورېدل شوي دي.
ډېر شکایت په دې برخه کې دی چې یو شمېر مرکزونه په ځنډ پرانیستل شوي، یا مواد نه دي ورسېدلي او یا هم د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي د بایومیتریک سیستم په کارولو نه پوهېږي.
د رای ورکولو په مرکزونو کې د ډېر وخت لپاره د خلکو انتظار پاتې کېدل امنیتي ستونزې پېښولی شي.
د افغانستان حکومت د انتخاباتو د امنیت لپاره ۷۰ زره ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
خو له دې سره سره په کابل، بلخ او کندوز ولایتونو کې د وړو چاودنو ږغونه اورېدل شوي دي.
په پکتیا ولایت کې د سهار د ۷ بجو پر ځای په ۸ بجې د رای ورکولو مرکزونه پرانیستل شول. او لا هم ځینې مرکزونه نه دي پرانیستل شول.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسوولان وايي چې د رای ورکولو وخت به اوږد کړي.
د دې ولایت د رای ورکولو ډېرو مرکزونو ته انتخاباتي مواد نه دي رسېدلي، د ځینو مرکزونو مامورین د بایو میتریک سیستم په کارولو نه پوهېږي.
په مزارشریف ښار کې د رای ورکولو پروسه په منظم ډول پیل شوې او له دې ښاره د کومې پېښې راپور هم نه دی ورکړای شوی.
په خوست کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د رای ورکولو ټول ۱۸۶ مرکزونه پرانیستل شوي او ګڼ خلک د رای ورکولو مرکزونو ته تللي دي.
د رای اچونې په مرکزونو کې له دې کبله د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې چې د تخنیکي ستونزو له کبله رایې ژر-ژر نه شي استعمالولی.
د خوست ښار د یعقوبیو اډې جومات ته سهار وختي د سلګونو کسانو اوږد کتار جوړی شوی وو.
د کابل په احمدشاه بابا مېنه او تهیه مسکن کې د سهار تر نهه نیمو بجو پورې د رای ورکولو مرکزونه نه و پرانیستل شوي.
له بامیان ولایت څخه راپورونه وايي چې هلته له بایومیټریک سیستم سره د انتخاباتو د کارکوونکو نه بلدتیا سبب شوې چې رایه اچونه نږدې یونیم ساعت په ځنډ پیل شي.
په بامیان کې د خلکو علاقه مندي تر دې حده زیاته ده چې له کبله یې خلک تر ټاکلي وخت یو ساعت وړاندې د رای اچولو د مرکزونو مخته کتارونه جوړ کړي وو.
د ننګرهار د انتخاباتي بهير ناضران وايي، که تخنيکي ستونزې حل نشي زیات شمېر خلک به له رای ورکولو محروم پاتې شي.
په ننګرهار کې د رای ورکوونکي د انتخاباتو لپاره له امنيتي تدابیرو خوښ دي، خو په انتخاباتي بهير کې ځينې جدي تخنيکي ستونزې یادوي چې د دوی په وینا که ژر حل نه شي نو زیات خلک به د خپلې رایې د کارولو له حقه بې برخې شي.
د ننګرهار په اکثرو حوزو کې کسان له سټېکرو سره ولاړ دي، خو د رایه اچوونکو لېستونه یا بل محل سره تغیر شوي او یا هم نه دي رسېدلي.
د همدې ستونزې له امله زیات شمېر خلک له رای اچونې پرته خپلو کورو ته ستانه شول.
د کابل د نهمې امنیتي حوزې د درېم مکروریانو په سیمه کې د چاودنې له امله د رايې اچونې بهیر له ځنډ سره مخ شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د عبدالهادي داوی په ښوونځي کې چې د رایه اچونې مرکز هم په کې وو شوې ده چې له امله یو شمېر امنیتي سرتېري ټپیان شوي هم دي.
د کابل په قره باغ ولسوالي کې هم چاودنه شوې ده.
د کابل په ختیځ کې د احمدشاه بابا د نجونو ښوونځي ته څېرمه چاودنه شوې خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې دې چاودنې چا ته مرګ ژوبله نه ده اړولې.
د پروان په مرکز چاریکار قلعه زايي سیمه کې چاودنه شوې خو په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
د هلمند له ولایته راپورونه وايي چې په دې ولایت کې که څه هم رای اچونه د یو ساعت په توپیر په ځنډ پیل شوې ده خو د دې ولایت خلک په ډېرې علاقه مندۍ په رایه اچونې کې برخه اخلي.
په هلمند کې که څه هم سهار مهال د دې ولایت د مرکز لښکرګاه هوايي ډګر ته څېرمه یو توغندی هم ولګېده خو په رأیه اچونه کې يې د خلکو په ګډون تاثیر ونه کړ.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو یا فیفا اجرائیوي رئیس وايي په کابل او بدخشان کې د غیر مسؤلو وسله والو لخوا یو شمېر خلک په زور مجبور شوي چې د دوی د خوښې کاندید ته رایې ورکړي.
د کندز د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې د دغه ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې یو انتخاباتي سایټ له ټولو موادو سره یو ځای وسله والو طالبانو له ځانه سره وړی دی.