تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن /سې شنبه/ اعلان وکړ چې له غزني پرته د ټول افغانستان د رای ورکوونکو شمنېر ۸ ملیونه او ۸ لکه دی.

مخکې د ثبت شویو رای ورکوونکو شمېر نهه نیم ملیونه اعلان شوی و خو د یو شمېر رای ورکوونکو رایکارتونه په دې خاطر فسخه شول چې په جعلي تذکرو یې ترلاسه کړي وو.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وايي، له پلټنو وروسته یې څه باندې ۵ لکه تنه، چې په جعلي تذکرو یې رایکارتونه ترلاسه کړي وو، د رای ورکوونکو له فهرسته وایستل.

د ده په وینا تراوسه پورې کمیسیون ته د بایومیتریک ۴۵۰۰ ماشینونه سپارل شوي خو ټولټال یې ۲۱ زره ماشینونو ته اړتیا ده.

د رای ورکوونکو نوم لیکنې، چې د حمل له ۲۵ څخه پیل شوې وه د جوزا تر ۲۳ پورې دوام وکړ.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنران وايي، د ټولو ثبت شویو رای ورکوونکو نومونه یې د کمیسیون په داټا کې خوندي کړي څو هیڅوک په جعلي تذکره یا دوهم ځلي رایه ونه کارولی شي.

ظاهراً په غزني کې به انتخابات نه ترسره کېږي.

ترټولو لږ کسانو په اروزګان او بادغیس ولایتونو کې نوملیکنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *