تاند- سره له دې چې وسله والو طالبانو لږترلږه په ۱۹۳ حملو کې د رای ورکولو په خاطر۶۸ تنه وژلي، اکثره افغانان او د انتخاباتو کتونکي د ولسي جرګې انتخابات بریالي ګڼي.
ډېرو کمو کتونکو باور کاوه چې په ملیونونه افغانان دې د بمي او انتحاري حملو له خطر سره سره په انتخاباتو کې ګډون وکړي.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما هم د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات بریالي بللي دي.
سره له دې چې د انتخاباتو د کمیسیون له لوري لازمه تیاري نه وه نیول شوې چې له کبله یې تخنیکي ستونزې پېښې شوې او رای ورکوونکي په ساعتونو منتظر پاتې شول خو له دې سره سره ښايي د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ټولو رای ورکوونکو شمېر تر ۵ ملیونو واوړي.
راپورونه وايي چې طالبانو په ډېرو کلیوالي سیمو کې لارې بندې کړې وې او خلک یې نه پرېښودل چې رایې واچوي.
دې ډلې پر ګڼو استوګنو سیمو او د رای ورکولو پر مرکزونو راکټي بریدونه وکړل.
د افغان چارواکو په وینا د طالبانو له لوري په ۳۱ حملو کې ۶۷ تنه وژل شوي او ۱۲۶ نور ژوبل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ګڼو نورو حملو مخه یې نیولې ده.
د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد پرون رسنیو ته ویلي و چې په درست افغانستان کې یې پر انتخاباتو «شیطاني پلان» حملې روانې دي.
د دې ډلې بل ویندوی قاري یوسف احمدي ویلي چې طالبانو ۴۰۰ حملې کړي، په لسګونو عسکر یې وژلي یا ژوبل کړي دي. ده د ملکیانو د مرګ ژوبلې یادونه نه ده کړې.
د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون منلې چې د رای ورکولو د درستو ۴۰۱ مرکزونو په پرانیستلو بریالی شوی نه دی.
د انتخاباتو کمیسیون وايي چې نن یې ۲۵۳ مرکزونه پرانیستي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې په سلو کې ۸۰ رایې شمېرل شوي دي.
د انتخاباتو د کمیسیون رييس عبدالبدیع صیاد نن /یکشنبه/ وویل چې ځینو زورواکانو په انتخاباتي پروسه کې ګوتې وهلي دي او ځینې رایبکسونه یې مات کړي دي.
ده د چا نوم وانخیست.
همداراز راپورونه وايي چې په بلخ ولایت کې څلور انتخاباتي څاروونکي تېره شپه وژل شوي دي.
د دې ولایت په چمتال او چاربولک ولسوالیو کې پرون د سیمه ییزو پولیسو له لوري، چې ویل کېږي د عطا محمد نور کسان دي، خلک پرې نښودل شول چې رایې ورکړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې تر ټولو زیاتو ښځو په جوزجان ولایت کې رایې کارولي او تر ټولو لږو ښځو په زابل کې رایبکسونو ته رایې اچولي دي. خو په مجموع کې تر ټولو زیاتې رایې په پلازمېنه کابل کې اچول شوي دي. د کابل رایې تر یو ملیون زیاتې دي.
نام خدا جت یاستی