تاند- د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو کمپاین تېره شپه ۱۲ بجې رسماً پای ته ورسېد.
د کمپاین موده د دې لپاره تر انتخاباتو دوې ورځې وړاندې پای ته رسول کېږي چې رای ورکوونکي د کاندیدانو په اړه فکر وکړي او د خپلې خوښې کاندید ته د رای ورکولو پرېکړه وکړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، که هر کاندید یا رسنۍ د دې ضرب الاجل سرغړونه وکړه، قانوني چلند به ورسره وکړي.
خو په همدې منځ کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون تراوسه پورې د هغو کاندیدانو سزا نه ده اعلان کړې چې مخکې تر مخکې یې کمپاین پیل کړی وو او یا یې د کمپاین په شپو ورځو کې سرغړونې کړي دي.
دا کمیسیون وايي چې لا هم خپلو څېړنو ته دوام ورکوي.
له بلې خوا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي،د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د څېړونو او د ولسي جرګې د کاندیدانو له لېسته د یو شمېر کاندیدانو د نومونو د ایستلو د احتمال په اړه اندېښمن دی.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، دا مهال دوی په جدیت د ولسي جرګې د کاندیدانو لیست څیړي، څو د کاندیدانو له خوا احتمالي سرغړاوي او یا په شرایطو نه پوره کیدل، دې کمیسون ته ثابت شي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون کمیشنر او ویاند علي رضا روحاني وايي، که چیرې د ولسي جرګې د کوم کاندید په اړه سرغړاوي ورته ثابت شي؛ نوم به یې د میزان د اته ویشتمې نیټې د انتخاباتو له لیست څه وایستل شي.
له غزني پرته له ۳۳ ولایتونو څخه د ولسي جرګې انتخاباتو ته تر ۲۵۰۰ زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.
د کاندیدانو لپاره شرط دی چې ۲۵ کلن وي او د افغانستان تابعیت تذکره ولري.