تاند – امنیتي ځواکونو د افغانستان د ولسي جرګې د یوه وکیل موټر د انسان تښتونې پر وخت لاس په لستوڼي ونیو.
په کابل کې یوه امنیتي کارمند چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم یاد شي تاند ته وویل، چې د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې ځواک دغه موټر د انسان تښتونې پر وخت نیولی دی.
دا لا پوره معلومه نه ده چې موټر د کوم وکیل دی او دا چې څه یې غوښتل چې څوک وتښتوي چې ونیول شو.
تر دې مخکې د ولسي جرګې د بل غړي میرداد نجرابي ورور د انسان تښتونې په قضیه کې نیول شوی وو چې ویل کیږي وروسته د وکیل نجرابي په هلو ځلو له بنده ازاد کړای شو. (په دې هکله راپور)
رسنۍ ښیي چې د مشرانو جرګې غړي هم په دې ډول د پیسو ترلاسه کولو په کار کې د ولسي جرګې له غړو څخه شاته پاتې نه دي. په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان د مشرانو جرګې یوه سناتوره فوزیه سادات په داسې حال کې چې په مشرانو جرګه کې یې کار کاوه د انسان تښتونو په تور ونیول شوه. وروسته، لوی څارنوالۍ وویل چې هغې په ګڼو انسان تښتونو کې لاس درلود.
ځیني-ځیني یې غله دئ
ډیر یې غله دي، دا نظام د غلو دۍ، یوازې اشرف غني څه کولۍ شي
ځینی نه چی ټول یی غله دی صرف د غلو اقسام مختلف دی څوک په یو ډول غلا کوی څوک په بل ډول ولی د پارلمان هر وکیل یوه نا مشروع دنده لری والله که د خره د سپریدو لایق وی بلا د دوی ته د ضد زری موټرو ورواوړی
دا یو څرګند خقیقت دی چې دا لوی لوی جنایتونه ،واړه کسان نه شي کولای ځکه دا کارونه وسایلو ،ځواک وپیسو او مزدوارانوته ضرورت لري چې د عادي خلکو په لاس او وس کې دا امکانات نشته .