تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به نن /جمعه/ د ۱۰ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تراوسه نه دي ویلي چې د کومو لسو ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې اعلانوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له مهالوېش سره سم ټاکل شوې وه چې د ټولو ولایتونو د انتخاباتو ابتدايي پایلې د روان نوومبر په لسمه اعلان شي خو دا کمیسیون له ټاکلي مهالوېش ۱۳ ورځې وروسته یوازې د ۱۰ ولایتونو ابتدايي پایلې اعلانوي.

د افغانستان د ۳۲ ولایتونو د ولسي جرګې انتخابات د اکتوبر په ۲۰ مه او ۲۱ مه ترسره شول.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د کابل ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو نتیجه به د راتلونکي دسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه اعلان کړي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات  وايي، تر اوسه د ۳۲ ولایتونو د بایو مټریک دستګاوو معلومات د اطلاعاتو بانک ته ور اضافه شوي دي او هڅه کوي چې د کابل ولایت د مرکزونو رأیې د بیا شمېرنې پروسه هم ختمه او ډیتابېس ته یې شامل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *