تاند- ولسي جرګې نن /چهارشنبه/ د دې جرګې د څلورو استازو غړیتوب د اوږدې غیرحاضرۍ له کبله وځنډاوه.

دا پرېکړه د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وشوه.

د جرګې غړیو وویل، دا څلور تنه، د ولسي جرګې امتیازونه، لکه معاش اخلي خو د جرګې غونډو ته نه ورځي.

پروین درانۍ، احمد بهزاد، فرشته انوري او بشیر احمد (ته ینج) ځنډول شوي وکیلان دي.

ته ینج د دوهم مرستیال ولسمشر رشید دوستم ویندوی دی او بهزاد د روښنايي غورځنګ له مشرانو څخه دی.

One thought on “د ولسي جرګې د ۴ غړیو غړیتوب د غیرحاضرۍ له کبله وځنډول شو”
  1. په کار دی چې څارنوالۍ ته حاضر کړای شي او د غیرحاضرۍ په وخت کې اخیستل شوی معاش بېرته ترې واخیستل شي او د دولت خزانې ته داخل کړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *