تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندید عبدالرب رسول سیاف په ملاتړ نن د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې، چې د ولسي جرګې د ريیس له لوري د ښاغلي سیاف په ملاتړ کې جوړه شوې وه، له خلکو غوښتنه وشوه چې استاد سیاف ته رایې ورکړي.
د راپورونو له مخې په دې غونډه کې شاوخوا پنځه زره تنو برخه اخیستې وه.
غونډې ته عبدالرب رسول سیاف دوهم مرستیال، د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهیمي او یو شمېر نورو کسانو خبرې وکړې.
د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهیمي او د استاد سیاف دوهم مرستیال له خلکو وغوښتل چې سیاف ته رایې ورکړي.
دوی په خپلو څرګندونو کې په دې تاکید کاوه چې که عبدالرب رسول سیاف ولسمشر غوره شو نو له اداري فساد سره به سخته مبارزه وکړي.
امام صاحب د ولسي جرګې د رييس عبدالروف ابراهیمي زېږنځای دی.
تر دې مخکې تېره اوونۍ د کندوز په ابادان دښته کې د ولسمشرۍ د یوه بل مخکښ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي په ملاتړ د لسګونو خلکو په ګډون غونډه جوړه شوې وه.