تاند- د ولسي جرګې ريیس، چې په مالي فساد تورن شوی، نن ومنله چې نژدې پنځه نیم ملیون افغانۍ به ولسي جرګې ته بېرته ورکړي.
دا هغه پیسې دي چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي په وینا د جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي د خپل مېلمستون او دفتر لپاره د غیرضروري شیانو پر اخیستلو لګولي دي.
ابراهیمي وویل«زه حاضر یم چې ۵۴ لکه افغانۍ بېرته جرګې ته ورکړم.»
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د جرګې څو نورو غړیو ته هم سزا اعلان شوه.
د دې جرګې لومړی مرستیال محمد همایون د شپې په مخه د ولسی جرګې د تلویزیون ستودیو ته د ننوتو په خاطر د ۱۰ ورځو لپاره د ولسي جرګې په غونډو کې له ګډونه محروم کړای شو.
د ورته عمل په خاطر د ولسي جرګې غړی محمد نعیم لالی حمیدزی د ۱۵ ورځو په مخه ولسي جرګې ته له تګه منع شوی ځکه چې نوموړي د جرګې پر یوه غړي ګل پادشاه مجیدي فزیکي حمله کړې وه.
د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی هم د ورته حملې په خاطر، چې د جرګې پر مرستیال یې کړې وه، د لسو ورځو په مخه د جرګې په غونډو کې منع شو.
د ولسي جرګې حقیقت موندونکي پلاوی وویل چې د دې جرګې د دارلانشا له رييس څخه د ځینو سوداوو په تور، چې ده مشکوکې پېرودنې وبللې، باید پوښتنې – ګروېږنې وشي او څارنوالۍ ته معرفي شي.
ههههههههه په خره سپریدل یو شرم، کوزیدل یې بل شرم. ولسي جرګې ته د غلاشوو پیسو بیرته سپارل داسې ده لکه غل چې د خپلې کورتۍ له یوه جیبه پيسې راوباسي او په دا بل جیب کې یې کیږدي
سلامونه
ټول غله بايد همداسې د ملت غلاشوې سرمايه په خپله دولت ته بيرته و سپارې , دا بده خبره نه ده او نه شرم دئ چې يو څوک په خپل بد کار پښيمانه سې ، د ټولو هغه کسانو نه مې دا هيله ده چې په زور او واک ته رسيدلو سره يي د ملت سرمايه لاس ته راوړې وې بايد بيرته يي دولت ته تسليم کړې .
همدا لاره د هيواد د ابادئ لاره ده.
مننه
سلامونه!
د کاکر صاحب له نظر سره زه هم موافق یم. په اوسنیو شرایطو کی نه باید په اشتباهاتو ډير بحث وشی، مګر اړینه دا ده چی هر یو په خپله ګناه اعتراف وکړو او که بیرته یی د جبران کولو توان په ځان کی ګورو په ډيره شرافتمندانه توګه دولت او ولس ته حساب ورکړو او بیرته یی جبران کړو.
مننه