تاند- د ولسي جرګې ريیس وايي چې د افغانستان حکومت به د دوشنبې په ورځ د خپلې کابینې غړي ولسي جرګې ته د اعتماد رایې لپاره معرفي کړي.

عبدالروف ابراهیمي نن /شنبه/ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ډاډ ورکړ چې کابینه به په دوو ورځو کې اعلان کړي.

ده وویل چې نن سهار یې ولسمشر ولید او هغه دا ډاډ ورکړ او ویې ویل چې کابینه نهايي شوې ده.

ولسمشر غني د دسمبر په یودېرشمه، یعني لس ورځې پخوا د ولسي جرګې له رييس او د اتلس ګونو کمیسیونونو له مشرانو سره په کتنه کې ویلي و چې کابینه به په یوه اوونۍ کې معرفي کړي.

ولسمشر غني ویلي و چې په ۴۵ ورځو کې به کابینه اعلان کړي خو داسي ښکاري چې د کابینې د غړیو د څرنګوالي پر سر اختلاف او د دواړو خواوو (غني او عبدالله) د ټیمونو د پلویانو د غوښتنو له کبله د کابینې اعلان بیا بیا ځنډول شوی دی.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې ولسمشر غني او اجرايي رييس عبدالله به په کومو کسانو سلا شوي وي.

د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق ویلي چې ښاغلي عبدالله له ده سره تر انتخاباتو مخکې د ۵ وزیرانو ژمنه کړې وه خو اوس چې نیمايي وزیران عبدالله عبدالله ته رسېدلي، درې به د ده په خوښه هزاره ګان وي او دوه به د ښاغلي غني له لوري معرفي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *