تاند- د ولسي جرګې غړیو نن /دوشنبه/ په یوه نوې شېوه د هیبواد د ملي امنیتي ځواکونو د سرشیندنو او فداکاریو قدرونه وکړه.

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د امنیتي ځواکونو یونیفورم اغوستی وو او په ګډه یې د هیواد ملي ځواکونو ته د درناوي په دود سلامي وکړه.

دوی وویل چې امنیتي ځواکونو په تېرو ۱۳ کلونو کې بې ساري قربانۍ ورکړي او باید هغوی د او د کورنیو غړیو ته یې درناوی وشي.

دوی په یوه پرېکړه لیک کې د افغانستان له حکومت او دولته وغوښتل چې د افغانستان دښمنان، خپل دښمنان وګڼي ځکه چې د دوی په وینا ترهګر نه ورور دی او نه سیاسي مخالف.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې لپاره چې طالبان له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي هغوی په ځلونو وروڼه بللي او اوسني ولسمشر هم خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره هغوی ته د مخالفانو خطاب کړی و خو د ولسي جرګې د یو شمېر غړیو په شمول ځیني خلک وايي، طالبان چې د جګړې له لارې د افغانستان د نظام د پرزولو هڅې کوي، باید نه وروڼه او نه سیاسي مخالفان وبلل شي.

د ولسی جرګې غړیو وویل چې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره به د سرتېري بنسټ په نوم یوه بسينه جوړه کړي چې له دې لارې د وژل شویو امنیتي ځواکونو د کورنیو له غړیو سره مرسته وشي.

د ولسي جرګې غړیو همدا راز د سرتېري په نوم د یوې ورځې د نومولو غوښتنه وکړه.

One thought on “د ولسي جرګې غړیو د ملي امنیتي ځواکونو درناوی وکړ”
  1. نام خدا ! د ملي اردو ستاینه مو د ډېر قدر وړ ده ، او د يادولو وړټکئ دادئ چې پخواني وکيلان مو ليدلي وو ، د اوسنيو ځوانو وکيلانو څهرې مو هم وليدې ، زمونږ آرزو ده چې پرديپالي پکې نه اوسي او وطن ته د خدمت مصدر وګرځي ، ولسي جرګې ته په نیکو هیلو کې بريا غواړو اود خدای په دربار کې دعا کوو چې زمونږ د نوی وزيرانو دفترونو ته د شخصي سپارښتنو لپاره ورنشي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *