خبریال: ابوبکر جبارخېل:- د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي، لا تر اوسه په دې جرګه کې د کندهار ولایت استازې فریبا احمدي کاکړ د طالبانو په بند کې ده.

د کندهار د خلکو استازې شکیباهاشمي د چارشنبې په ورځ له تاند سره په مرکه کې ټینګار وکړ، چې اغلې فریبا احمدي کاکړ لا هم د طالبانو په بند کې شپې او ورځې تیروي خو په خبره یې د هغې ماشومان خوشې شوي دي

شکیباهاشمي زیاته کړه: (( زه دقیقه اطلاع لرم اغلې فریبا احمدي کاکړ تر اوسه د طالبانو په بند کې ده، طالبان د خپلو بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې د کاکړ د خوشې کولو غوښتنه کوي، خو ولسمشر بیا د بندیانو له تبادلې سره موافقه نه لري، ولسمشر وايي که د بندیانو تبادله وشي نو دا به یو معمول کار وګرځي، خو د کاکړ د خوشې کېدو لپاره د قومي مشرانو خبرې اترې روانې دي.))

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې اغلې فریبا احمدي کاکړ څو ورځې مخکې د کندهار-کابل پر لار د غزني ښار په اسنفنده سیمه کې چې کابل ته په سفر وه د وسله والو طالبانو له لوري وتښتول شوه خو څرګنده نه ده چې وسله و الو مېرمن کاکړ کوم لور بېولې ده.

د غزني امنيتي چارواکو ويلي د کاکړ خوشې کولو لپاره د قومي مشرانو له لوري هڅې روانې دي.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د وسله والو له لوري د پارلمان يوه ښځينه غړې تښتول کېږي.

تر دې وړاندې هم د افغان پوليسو يوه قوماندان ويلي وو د دې نيوونکو يې د پرېښوولو بدل کې د ۴ تنه طالب بنديانو خوشي کولو غوښتنه کړې ده، خو په رسمي توګه وسله والو طالبانو تر دې د مه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

One thought on “د ولسي جرګې غړې فریبا احمد کاکړ لا هم له طالبانو سره بندي ده”

ځواب دلته پرېږدئ