تاند- د یوه ایراني په شمول د ولسي جرګې ۷ کاندیدان د ولسي جرګې د کاندیدانو له وروستي لیسته وایستل شول.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون نن /پنجشنبه/ وروسته له دې چې د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین پای ته ورسېد، وویل چې دا کسان یې په بېلابېلو علتونو د کاندیدانو له فهرسته ایستلي دي.

دا کمیسیون وايي چې د سرغړونو ۱۷۰ شکایتونه ورته شوي وو.

د دې کمیسیون له لوري په رد شویو کاندیدانو کې احمدشاه سادات الحسیني د ایران تبعه دی. ده له هراته ځان ولسي جرګې ته کاندید کړی و.

د ولسي جرګې په لومړۍ دوره کې هم یوه ایرانۍ له غزني څخه بریالۍ شوې وه خو له پېژندل کېدو وروسته د وخت د کورنیو چارو وزیر په مرسته جرمني ته ولېږدول شوه.

شپږ تنه نور په دې خاطر چې یا یې دولتي دندې نه وط پرې ایښې او یا یې د انتخاباتي کمپاین سرغړونې کړي، له لیسته ایستل شوي دي.

عبدالکریم شفق (فراه)، غلام نبي ساقي (غور)، روهینا ولیزۍ (میدان وردک)، عبدالله ساحل (کندوز) او حبیب الله غوریانی (هرات) شپږ نور رد شوي کاندیدان دي.

خو له دې سره سره به د دوی عکسونه د کاندیدانو په لیستونو کې، چې مخکې تر مخکې چاپ شوي دي، موجود وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *