تاند: ابوبکر جبارخېل:- د ملي شورا د ولسي جرګې یو شمیر غړیو د شنبې په ورځ له ۴۵ ورځنۍ رخصتۍ وروسته په خپل لومړنۍ غونډه کې  د ۱۳۹۳ لمریز کال ولسمشرۍ ټاکنو د امنيت او په ولایتونو کې د نوم لیکنې د مرکزونو له کموالي سره وټکاوه.

اکثره وکیلانو په ولایتونو کې د را روانو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د مرکزونو د کموالي په اړه شکایت کاوه، چې په پای کې د جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي پریکړه وکړه، چې د روانې اوونۍ د چارشنبې په ورځ به د ټاکنو کمېسیون چارواکي په ولایتونو کې د نوم لیکنې مرکزونو د کموالي په اړه به د جرګې عمومي غونډې ته ور وغواړي.

ابراهیمي وكيلانو ته خطاب کې وویل: (( که تاسو موافق یاست د چارشنبې په ورځ به د ټاکنو د خپلواک کمیسيون چارواکي راوغواړو، د هغوی خبرې به د نوم لیکنې مرکزونو د کموالي په هکله واورو، ډیر کم وخت پاتې دی، خو په یو شمیر ولایتونو کې یواځې په ښارونو کې د نوم لیکنې مرکزونه دي چې دا کافي نه دي.))

ولسي جرګه په داسې حال کې په ولایتونو کې د نوم لیکنې د مرکزونو څخه شکایت کوي، چې د نوماندانو منډې ترړې په نارسمي ډول پیل شوي او بیلابیل ګوندونه او لنډمهاله ايتلافونه هڅې کوي ترڅو خپل وړ کسان راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته ودروي او ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نوماندانو د نوم لیکنې رسمي بهیر د روانې اوونۍ پر ۲۵ پیل او تلې میاشتې تر ۱۵ به دوام وکړي.

د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي چې په ټول هیواد کې تر دې دمه د یو میلیونو په شاوخوا کې خلکو د رایې ورکولو په موخه د ټاکنو کارتونه ترلاسه کړي، چې دوه لکه او پنځوس زره یې ښځینه پوړ جوړوي.

بل پلو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر له کومې ستونزې پرته دوام لري، خو د امنیتي ګواښونو له امله د زابل – کاکړ، د هلمند – دیشو او باغران، د  غزني – ناوه، د پکتیکا – نیکه، د کاپیسا – اله سای او د نورستان په کامدېش ولسوالیو کې لا تر دې دمه د نوم لیکنې مرکزونه نه دي پرانېستل شوي.

بله غاړه کورنیو چارو وزارت بیا یاد کمېسیون او افغان ملت ته ډاډ ورکړی، چې د را روانو ولسمشریزو او ولایتي شورا ګانو ټاکنو امنیت به په ټوله مانا ټینګ کړي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *