سردارمحمد همدرد
په دا وروستیو کې چې د پارلماني ټاکنو کمپاینونه پیل شوي دي، خورا د وطن دوستۍ او ولس ته د خدمت کول وعدو بازار ډېر ګرم دی.
هر کانديد په خپل شعارونو کې ولس ته د خدمت کولو ښې وعدې ورکړي دي، انتخابات د ولسواکۍ یو ښه اصل دی، بیا زموږ په هیواد کې چې لا هم جګړه روانه ده او اکثره خلک یې د ټوپک په شپیلۍ خبره کوي، دا ښه خبره ده چې خلک یې د ولسواکۍ پر زور ځان واک ته ورسوي، خو یوه خبره ضروري ده چې باید ویې کړو.
ولسي جرګې ته باید څنګه کسان لاره پیدا کړي؟
ځینې معیارونه هم مهم دې، په تاسف سره باید ووایو چې اوس خو هيڅ ډول معیارونه په نظر کې نه دي نیول شوي،
ډېری کسان مطلق بېسواده او د ولسي جرګې په صلاحیتونو او دندو هیڅ نه پوهیږي، په اصل کې دا ستونزه د مرکزي حکومت او د انتخاباتو د کمیسیون ده، باید د زده کړو ترڅنګ نور معارونه یې هم ورته ټاکلای وای.
ولسي جرګه چې د هیواد له درې قواؤ څخه یوه ډېره مهمه او اساسي قوه ده، بیا زموږ په هیواد کې چې حکومت هم خورا ډېرې ستونزې لري، بیا نو ښه پارلمان کولای شي، چې د حکومت د کړنو څخه ښه نظارت وکړي.
زما په نظر په اوسنیو شرایطو کې موږ د ښه پارلمان طمع نشو کولای، ځکه چې په اوسنیو شرایطو کې هغه څوک چې، زور او زر لري، د هغو خلکو په پرتله چې معقولیت هم لري،خو زور واکو ته ډېر چانس دی.
اوسنیو انتخاباتو ته په کتو سره هر چا ځان نوماند کړی دی، حتَی په دې کې داسې کسان هم شته چې د پردیو هیوادونو استخباراتو سره ژورې اړیکي لري، ینې د افغانستان تر ملي ګټو ورته پردۍ ګټې مهمې دي، د دې ترڅنګ په ټولنه کې ډېرو منفرو څېرو چې هغه اصلاً په ملي ګټو هیڅ باور نلري.
نو دې حالاتو ته په کتو سره سړی د ښه پارلمان تمه نشي کیدلای.
یوه مثله چې عمومي لویه ستونزه ده هغه په افغانستان کې د ملي ګټو لپاره هيڅ تعریف نه شته.
په پای کې یو ځل بیا په ولس زه غږ کوم چې په روانو ټاکنو کې د ډېر دقت څخه کار واخلي، تر څو د مسولیت په اساس د وطن د ملي ګټو په خاطر د روان بد وضعیت څخه وژغورو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *