ارشیف

تاند- د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې په بېلابېلو بهرنیو هیوادونو کې د سولې په نوم خبرې بې ګټې او هسي تشریفاتي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو نن وویل، په بهرنیو هیوادونو کې د طالبانو له استازو سره د سولې په نوم خبرې یوازې نمایشي بڼه لري.

د ولسي جرګې غړي مولوي عبدالرحمن په دې اړه وویل، په بېلابېلو هیوادونو کې د سولې په نوم خبرې وشوې خو هیڅ ګټه یې نه لرله.

رحماني د اجرايي رييس د دوهم مرستیال څرګندونو ته په اشارې وویل، د سولې بهیر یوه ډرامه ده او په دې نوم غونډې له دې پرته چې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو ته هویت ورکړي او د هغوی سیاسي دریځ پیاوړی کړي، بله ګټه نه لري.

محمد محقق، چې د ناروې د اوسلو په غونډه کې ګډون کړی و، وویل چې دا خبرې د سولې لپاره نه وې او نه طالبان سوله کوي.

مولوي رحماني وویل، که له هغو کسانو، چې د طالبانو په نوم د سولې په غونډو کې ګډون کوي، پوښتنه وکړئ چې د چا په استازیتوب راغلي، نو درته وبه وايي چې بلنه ورکړای شوې وه او په خپله خوښه راغلي دي.

د ولسي جرګې یوه بل غړي سخي مشواڼي هم ورته نظر څرګند کړ.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان پر ملي شورا له وسله والې انتحاري حملې وروسته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وویل چې ژر به طالبان د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرې وکړي خو طالبانو دا خبره رد کړه، ویې ویل چې له چا سره د سولې د خبرو پلان نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *