تاند- د ولسي جرګې یو شمېر غړيو نن په یوه غونډه کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د یوه مخکښ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.
د بېلابېلو خواوو له لوري د ولسمشرۍ د کاندیدانو د ملاتړ اعلانونو وروسته له دې زور اخیستی دی چې ټولې خواوې په دې باوري شوې چې انتخابات دوهم پړاو ته غځېږي.
د هغو معلوماتو له مخې، چې تاند ترلاسه کړي دي، د ښاغلي عبدالله د رایو فیصدي، چې په ابتدايي پایلو کې نژدې ۴۵ اعلان شوې وې، تر دې لږه شوې او د ډاکتر غني د رایو فیصدي، چې څه باندې ۳۱ وه، یو څه ډېره شوې ده خو د ابتدايي نتیجو په شان به په نهايي پایلو کې هم هیڅ کاندید تر پنځوس فیصدو زیاتې رایې ونه لري.
د یکشنبې په ورځ زلمي رسول د خپل انتخاباتي ټیم له دوهمې مرستیالې سره د عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ خو تر دې مخکې د ښاغلي رسول د ټیم ګڼ شمېر غړیو د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړی و.
په ولسي جرګه کې د کابل استازي شېرولي وردک، د دې جرګې د ننګرهار د خلکو استازي امیرخان یار، د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي او ګڼو نورو په یوه غونډه کې په دوهم پړاو انتخاباتو کې د ډاکتر غني ملاتړ اعلان کړ.
د ولسي جرګې په غړیو کې د زلمي رسول مهم ملاتړ کوونکي هم شامل ول.
همداراز د ګل اغا شېرزي د انتخاباتي ټیم مهم غړي او تیوري سن یونس فکور، چې له عبدالله عبدالله سره د شېرزي د یوځای کېدو مخالف و، نن د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.
له بلې خوا د عبدالله عبدالله سرچینې وايي چې د یکشنبې په ورځ محمد محقق او د نوموړي یو شمېر ملګري د عبدالرب رسول سیاف کور ته ورغلل او سیاف یې د عبدالله عبدالله ملاتړ ته راضي کړی دی.
دوی ادعا کوي چې سیاف به د دوشنبې په ورځ د عبدالله ملاتړ رسماً اعلان کړي. خو ښاغلي سیاف او ټیم یې په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې سیاف ویلي و چې که د اشرف غني احمدزي ملاتړ ونه کړي نو په هیڅ صورت د عبدالله عبدالله ملاتړ نه کوي.
ښاغلی سیاف له نظار شورا څخه ګیله من دی چې د ولسي جرګې د ریاست د چوکۍ پر سر یې په دواړو دورو کې مخالفت ورسره کړی دی حال دا چې ده، هم د حکمتیار په وړاندې او هم د طالبانو په وړاندې د نظار شورا ننګه کړې وه. په همدې حال کې ویل شوي چې د ښاغلي رسول لومړی مرستیال ضیامسعود غواړي چې د ډاکتر غني د ټیم ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې د استاد سیاف په مشرۍ د اتحاد اسلامي تنظیم پخواني مرستیال احمدشاه احمدزي د یکشنبې په ورځ له اشرف غني احمدزي سره وکتل.
همداراز د ولسمشرۍ کاندید داوود سلطانزوی له اشرف غني احمدزي سره کتلي دي. که څه هم داوود سلطانزوۍ زیاتې رایې نه دي ترلاسه کړي خو نوموړي ته د ډېرو نورو کاندیدانو په پرتله د یوه پوی شخصیت په سترګه کتل کېږي.
if dawod sultanzoy dont have much vote.but he is educated,and good man,he much better from syaf,and gulagh.every thing belong to the peoples,if people donot stand behind syaff and gul agha, and zalmi rasul,they have only one vote,
زلمی رسول د عبدالله شوی او رسول سیاف خو د احمدزی صیب حق هم کیږی زکه چی د هر یو سره باید یو یو رسول شرمولی موجود دا زما نه بلکه د دمورکوسی غوښتنه ده