مولوي محمد انور نیازي په

تاند- له پروان ولایت څخه ولسي جرګې ته یو کاندید په کابل کې د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو.

د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي نن /دوشنبه/ رسنیو ته وویل، د مولوي محمد انور نیازي په موټر پورې د نښلول شوي بم د چاودنې په نتیجه کې د ولسي جرګې دا کاندید ووژل شول او په موټر کې ورسره درې تنه سپاره ژوبل شول.

ستانکزی وايي چې چاودنه پرون /یکشنبه/ ماښام مهال د کابل په شېرپور مېنه کې وشوه.

نیازی په پیل کې ټپي و خو په روغتون کې یې سا ورکړه.

نوموړی د پروان ولایت د بګرام ولسوالي اوسېدونکی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *