نثار احمد صالح

په تېر کي به مشر او وکیل د کاریندګۍ پر اساس خلکو ټاکئ، کله چي به یو کس ځان ثابت کړ، بیا به عوامو پر خپلو اوږو اسمان ته پورته کړ اوخپل استازۍ به یې وټاکئ.

نن سبا هر څه سر چپه روان دي، هغه سړی چي قاتل وي، زور واکی وي او پیسې ولري هغه به هم وکیل وي او هم به نور واک او اختیار!

د افغانستان پارلماني ټاکني را لنډي دي، خلک ویښ سویدي او دا ځل به داسي کسان وټاکي چي ددوئ په درد دوا یي او د خلکو په منځ کي ډیر عادي ژوند وکړي، زموږ مشکلات چي تر ډیره نا حله پاته دي، اساسي علت دادئ چي حکومتي او دولتي کسان خپله دنده پر وخت نه اداکوي، وکیلان هم د پورتني سیرکل یوه کړۍ ده او خپلي مېلې او چړچې په خارج کي له خپلو اولادونو سره کوي، په میاشتو-میاشتو خپلو مربوطه ولایاتو ته سترګي نه ورښکاره کوي، کله چي وکیل ولایت ته سفر ونه کړي نو د مشکله به ځان څنګه اګاه کړي؟؟

په افغانستان کي د هري غیري قانوني فاجعې تر شاه د یوه وکیل لاس ضرور وي او کله چي د قانون د تطبیق مېز جوړ سي، د مجرم په ایله کولو کي اول همدا ایله وکیلان ځغاستي پیل کړي، دا ټولي ناشولټي په داسي حال کي کیږي، چي همدا وکیلان د قانون د څار او مراقبت وظیفه هم لري، نو باید ووایم چي د قانون په ماتولو کي د وکیلانو پله تر بل هرچا درنه ده.

خبره به را لنډه کړم! نوې قابینه را روانه ده او د اوسنیو وکیل صاحبانو اخیري پړاو دی، وکیلان خپله ټوله هڅه کوي چي د وزیرانو په رایه ورکونه کي خپل ټول وس د پیسو پر اخیستلو ولګوي، دوئ خوشبین ندي چي بیا به ولسي جرګې ته بریالي سي، نو ځکه د راتلونکي ازوغې غم اوس لا خوري، همداسي خو په دې وطن کي د فساد یو لوی رقابت پیل دی.

حلچاره! افغانستان چي ۵ زره کاله ژوند کړئ همداسي به په زرهاو کلونه نور هم پايي، خو عوامو ته پکار دي چي د افغانستان د ابادس لپاره په راتلونکي ټاکنو کي داسي چاته رایه ورکړي، چي په واقیعت کي د وطن په درد غمجن او ددې وطن حلالوني اولادونه یې، نه دا چي مکمله ورځ نورو هیوادونو ته په چوپړ تېره کړي.

کله چي مو وکیلان اهل ولیږل، بیا نو وزیران خپله سم کسان ټاکل کیږي، کله چي دې وزیر پاک سړی یې، بیا نو پوه سه چي هر والي، ریس او ټیټ رتبه کسان به د خلکو خدمت ته ملا وتړي او افغانستان به د ودانۍ پر لور سوق سي.

که ولس له فکري قوې استفاده وکړي او اهل کس ته رایه ورکړي، د هر افغان انسان ائینده به ښه وي، که داسي ونسي، بیا دي نو،خدای مل سي د وطن او د ملګرو.

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۷) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۲۴\ ۱۳۹۳

One thought on “د ولس انتخاب!/ نثار احمد صالح”
  1. کله چه هر ولایت یو والي ولري نو وکیل ته څه ضروت ده. داټول ننۍ او بهرۍ مافیاده چه ولس ئې ځان ته یو سپر ګرزولی ،دوی چه هر څومره مړيږي دومره ددوی احتیاج او حرص زیاتیږي۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *