د بون (بن) د لومړي کانفرانس په ترڅ کې دانتقالي ادارې د چوکيو ویش که څه هم په ټوله معنی غیر عادلانه و، هغه وخت ولس ځکه خپل غبرګون ونه ښود شاید وجه یې همداوه، چې یو خو ولس له تېرو جګړو تر پوزې راسیدلی و نوره ورته هیڅ ډول جګړه دزغملو نه وه،نور یې په هېواد کې سوله غوښته بل د لومړي بن ژمنې داسې وې چې ولس داسې انګېرله، چې که دغه ژمنې عملي شي نودا څوکاله به دزهرو ګوټ وبولي او ترستوني به یې تیر کړي خو راتلونکي ته یې هیله ډېره وه، پرهمدې اساس او تېرته په کتوسره افغان ولس نه په کور دننه او نه دکورنه بهر هغه شان منفي غبرګون ونه ښود لکه څومره چې ورنه تمه کېده او عمده علت یې همدا و کوم چې مې پورته یاد کړل، خیر دوخت په تېریدو سره په لومړي ځل ټاکنې ترسره شوې چې ولس په ښه جوش او خروش سره په کې پرته له کومې وېرې پراخ ګډون وکړ،خپل منتخب ولسمشر یې وټاکه یوه اداره رامنځته شوه کرزی صاحب یې په راز کې راغی خلکو ترهربل چاپه کرزي ځکه باور وکړ، چې نوموړی هغه شان په کورنۍ جګړه ښکېل نه و بل کرزي هم هغه وخت دریځ ښه و که یې رالنډه کړم دولس ټولې هیلې کرزي ته وې دوخت په تېریدو سره کرزي کابینه جوړه کړه همغه خلکو ته یې ډېره ونډه په کې ورکړه کومو خلکو چې په کورنۍ جګړه کې پوره پوره برخه اخستې وه، دجنګي جنایتکارانو د محاکمې خبرې راپورته شوې ولس ته یوځل بیا هیلې پیداشوې هغو هم سروخوړ د ولس او دحکومت ترمنځ واټن بیا هم په هغه کچه نه و دغه واټن او دهېواد دښمن هغه وخت ورورو په يوه ځواک بدلیده چې کله د یوشمېر کسانو لخوا په خلکو باندې د طالب او … ټاپې پورې شوې یوکس نیسه دا د طالب د حکومت پرمهال مامور و دا د طالب دحکومت پروخت پلانااوپلانا و، نو دهیواد یوشمېرکسان چې وسله یې پرزمکه ایښې وه څه بهر پاکستان ، ایران او څه یې غرونو ته پورته شول بېرته له طلبانو سره یې یوځای د دولت پرمقابل کې وسله پورته کړه، ځينې بې ګناه د پل څرخي زندان ته ولېږدول شو نن حکومت هم د مصلحت له مخې جوړ و هیچا پردغه خبره غوږ قدرې هم نه رپوو هیچا دې کېسې ته جدي پاملرنه کوله هیچا داسې نه انګېرله چې یوکور زورورل د سلوکورنو دزورولوپه معنی ده، داسې فکر هغه وخت چانه کاو، چې په دې سره به دولس او دحکومت ترمنځ فاصله رامنځته کیږي له خلکونه زمکي واخستل شوې بې ځایه وډبول شول طالب هغه وخت په ټوله معنی کمزوری و طالب په لوی لاس همدغو زلمونو جبرونو پياوړی کړ، د یوشمېرخلکو ژوند یې ورتریخ کړ لاړل د مخالفینو سره په لومړۍ لیکه کې وردېدل، د دولت مخالفینو هم ورنه ښه ګټه پورته کړه او ځان یې راباندې پیاوړی کړ پرکورونو بمبارۍ په ودونو بمبارۍ په یونوم په بل نوم نیول ګونتاناموته لیږل دا هغه څه ول چې د یوشمېر هېواد والو زړه یې له اوسنې دولته ورتور کړ.
بل خوا په دولتي ادارو کې فساد دې حد ته ورسېدل چې یوه تزکره چې به دې اخسته هم باید یوڅو روپۍ دې روکړې وې هیڅ کار بې له ورکړې نه په اسانه توګه نه ترسره کېده یابه دې ډبله واسته درلوده او یابه دې ډبلې پیسې همدارنګ په دولت کې هم هغه چاته دنده ورکړل کېده چې، یاخوبه یې واسته درلوده اویا پیسې مجازات نه ول قانون یوازې په غریبه طبقه پلی کيدو زور واکي په کې همغه شان په زور کې و بلکې لا ښه ځواکمن شول نودا ټول هغه څه ول چې دولس او دحکومت ترمنځ د واټن سبب شول د ولس هیلې او اعتماد له خاوروسره خاورې شو ناانډولي فساد دې حد ته ورسېده چې کله هم دفساد سروې کیږي افغانستان په کې لومړی مقام ګټي یوڅو مفسدواشخاصو د ګران هېواد افغانستان نوم په نړۍ کې دفاسدو هېوادنو په لیکه کې راوسته که چېرته موږ په لومړي سرکې یادو ستونزوته پاملرنه کړې وی اوبخششونه مونه کولی نو نن به مو دا حال نه وی.
اوس هم وخت تېر نه دی اوس هم وخت شته هغه پښتو کې متل دی چې ماهي هروخت له اوبو راوباسې تازه وي که نن هم دولت د ولس غوښتنو ته پاملرنه وکړي داولس ډېر کړېدلی او ډېر مېړنی ولس دی ډېر سوله خوښونکی ولس دی که نن هم ناانډولي له منځه لاړه شي او فساد سره په رښتني توګه مبارزه وشي دولت دولس غوښتنې ومني دولس ستونزې ور حل کړي فکرکوم دا واټن راکمېدای شي دا یوحقیقت دی چې کوم ولسونه له خپل حکومتونوسره ووبل شي هیڅ ناوړه پدیده په کې رشد نه شي کولی.
د باور فضارامنځته کولو پرموخه باید حکومت او ولس دواړه سره یوبل سره مرستندوی ووسي قومي مشران مدني ټولنې چې د دولت او دحکومت ترمنځ دپله حیثیت لري باید د ولس او دحکومت ترمنځ د باور د فضارامنځته کړي د هرافغان ایډيال باید افغانستان وي نه اشخاص که چېرته دولس او حکومت ترمنځ واټن له منځه لاړشي سوله په ډېره اسانۍ سره راتلی شي ولس باید دافغان ځواکونو سره پوره پوره مرسته وکړي ترڅو دښمن خپلومخوته درسېدو نه وړاندې له منځه یو وړل شي، دچارودسمون ،په ادارو کې دجدي نظم اودېسپلين کولی شی چې دولس او دحکومت ترمنځ واټن راکم کړي او د اعتبار فضارامنځته کړي.