په افغانستان کې به داسې قوم نه وي چې د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې له اشرف غني احمدزي ملاتړ نه وي کړی او داسې سیمه به نوي چې هلته دې ډاکټر اشرف غني احمدزي رایه نه وي ترلاسه کړې، ولي او د څه لپاره د افغانستان اکثرو خلکو له اشرف غني ملاتړ کړی وو د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه څه ول. ټول افغان ملت په یوه خوله اشرف غني د افغانستان لپاره غوره زعیم په ګوته کاوه او ټولو ویلي چې غني ته رایه غني افغانستان ته رایه!
له پامیره تر شمشاده او له هراته تر بلخه او له کونړه تر بادغیسه ټولو میښتو قومونو او پرګڼوپه دویم پړاو ټاکنو کې تر ډېر غور او فکر وروسته دا جوته کړه چې د دواړو نوماندانو تر منځ یوازې ډاکټر اشرف غنی احمدزی دی چې دې زورېدلی ولس ته به په صداقت او ایماندارۍ کار کوی او دې ټولنې ته به یو نوی او مثبت ګام پورته کړي څو مو ټولنه د یو ښه ژوندانه په سیسټم بسیا شی.
د ټولو قومي شورا ګانو، ځوانو خوځښتونو، لویو او وړو سیاسي ګوندنو، سیاسي او مدني بنسټونو او ملي شخصیتونو به له اشرف غني احمدزي سره د یو پياوړي افغانستان لپارهیې د هغه پلانونه ستایل او هرچا به په دغه پلانونو کې د خپلو سیمو د پرمختګ انځور کاته.
د ځمکې پر مخ هر وګړی د ژوندانه ټولې چارې د خپل فکر او شعور له مخې پر مخ بیا یې. د هر کار لومړنۍ وسیله فکر او شعور دی. افغانانو په پوره فکر او دقت سره رایې د داسې یوه کاندید حق وباللې چې واقعاً د هېواد د خاورې او ولس لپاره مشال ګرځېدلای شوای. دغه کاندید نړیوال مفکر ډاکټر اشرف غنی احمدزی و، افغانان یې د ژوند او کارنامو په اړه ډېرې خبرې کولې؛ ځکه د هغه په شخصیت ټول هېواد وال پوهېږی په خاص ډول په هغو کارنامو چې تر اوسه یې د افغانستان د خلکو لپاره تر سره کړی دی.
افغان ولس تر تېرو ټاکنو دا ځل ټاکنو ته ډېر خوشحاله ول، چې د افغانستان په تاریخ کې لومړى ځل دی چې په سوله یز ډول د ولسمشرۍ واک نوی ولسمشرته انتقالېږی او ویاړوي چې د افغانستان ولس یې په خپلو رایو ټاکی. چې د دې ویاړ د خوښۍ احساس نه شو کولی. په مجموع کې ټولو کاندیدانو ته د قدر په سترګه ګوروي، هر نوماند دوی ته ډېر قدر او ارزښت لری.
ډاکټر اشرف غنی احمدزی په مجموع کې د دې ټولنې د خدمت لپاره مټې رابډوهلی او غواړی چې دې زورېدلې ټولنې ته په صداقت او ایماندارۍ کاروکړی؛ څو ټولنه له فقر، غریبۍ، ظلم، بې سوادۍ او ناوړه دودونو څخه ساتلې وی.
کله چې مو ټولنه پاکه شی؛ نوطبعی ده چې هغه ټولنه به پرمختګ کوی. د ډاکټر اشرف غنی له اهدافو څخه هم پورتنی شیان په ډاکه شوی او د دې شیانو د مخنیوی لپاره یې افغان ولس په کلکه تر شا ولاړ و او دی، خو اوس ښاغلي غني ځان په داسې جاله کې ګیر کړ د افغانستان اوسنۍ ولسمشر حامد کرزي په کې بند پاتې دی.
ولسمشر حامد کرزي په تیرو ۱۳ کلونو کې د واکمنۍ ډيره برخه په مصلحتونو کې تیره کړه کله چي ولسمشر په حکومت کې شمال ټلوالې ته د تمې خلاف واک ورکړ په دغه هيواد کې هغه هیلې له خاورو سره خاورې شوې چې خلکو ورته د طالبانو له ریژیم ورسته سترګې په لارو. د ډاکټر اشرف غني احمدزي حلات هم د کرزي څېره خپله کړه او د مصلحتي حکومت د جوړیدو هوکړه لیک يي لاسلیک کړ.
له یوه اړخه ښايي د افغانستان خلک دغه هوکړې ته خوښ وي، ځکه د ټاکنیزې لانجې له حل سره د کاندیدانو او د هغوی د پلویانو له زهرجنو کړنو او خبرو خلاصیږي او د ټاکنیزې لانجې له امله را ولاړې شوې ستونزې به کمې او یا هم له منځه ولاړې شي.خو له شک پرته وروستی بدلون د افغانستان د ټاکنیز بهیر او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د صلاحیتونو پر ضد ګام دی او یو داسې ګام دی چې د افغانستان راتلونکو ټاکنو ته به هم یو ګواښ وي. خبره یوازې د شرم هم نه ده، بلکې په دغه وروستي بدلون سره نه یوازې دا چې په افغانستان کې د یوه پیاوړي او انتخابي دولت مخه نیول شوې، بلکې د کلونو کلونو لپاره یو ځل بیا پر افغان ولستپل شوی او سهامي شرکت ډوله دولت واکمنیږي.
د کارپوهانو په باور اوس یوه خبره روښانه کیږي، هغه دا چې مثبت بدلون او اصلاحات نشته، یوازې د پخوانیو واکمنو او مصلحت پالنه ده. افغانان به کلونه کلونه بیا د جنایتکارانو او مفسدو کسانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي او دغه کړنهد افغانانو د رایې، ګوتو او وینو بدل دی. کارپوهان وايي، حیرانوونکې ده چې پاتې راغلی ټیم به تر بریالي شوي ټیم زیات واک ولري، ځکه د شوې هوکړې له مخې به نه یوازې اجرایوي پوسټ پاتې راغلي ټیم ته ورکول کیږي، بلکې د اپوزیسیون رهبري به هم ورکول کیږي. ولسمشر به نه یوازې له اجرایوي رییس سره واک په مساوي ډول ویشي، بلکې د چارواکو په ټاکنه کې به هم د اپوزیسیون له رهبر سره سلا کوي. نو له پاتې راغلي ټیم سره به له یوې خوا اجرایوي ریاست وي او له بلې خوا به اپوزیسیون او د اپوزسیون مشري هم ورسره وي، نو ځکه به اساسي واک له دوی سره وي.