له رسنيو سره مې په ماشتومتوب کې هغه وخت مينه پيدا او لا پسې سيوا شوه چې کله ازادي راډيو خپرونې پېل کړي، دا مينه مې ورځ تر بلې زياتېدله، خو کمېدله نه؛ همدا مينه د دې لامل شوه چې په چاپې، ږغېږو، تصويرې او برېښنايې رسنيو کې کار کولو ته مې زړه ښه کړ؛ زه په رسنېز ډګر و سنګر کې د کار کولو پر مهال، د اکثرو وياندويانو او ژورنالېستانو په خپلواکۍ شکي وم خو وروسته – وروسته مو ولیدل چې ځینې رسنۍ خدای په جات د خپل ملت او هیواد پښې په تېشه وه، د ولس روحيات ځپې او مورال کمزوی کوي؟

څنګه سپک خلک درنوې او درانه سپکوې؟

سرخط پرون د ۵۲۰ مې ګڼې لومړی مخ د شهيد نجيب په عکس داسې ښايسته کړی وو، لکه د وطن په د فاع کې د شهيد نجيب الله، ننګونه و جنګونه؛ خو دوهم مخ يې په سرليکنه داسې بدرنګ کړی و لکه د جلال اباد په جګړي کې د پنجابک لوېدلی لنګونه!؟

زه دلته قدرمن لوستونکې لومړی د بشپړې سرليکنې او بيا د تبصرې لوستلو ته رابولوم!

سرليکنه:

(که رښتيا و نه وايو، بيا غرقېږو

شاوخوا شپږ ويشت کاله وړاندې ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې غږ پورته کړ. د حکومت نوم د ملي وحدت حکومت شو، دوستم د ارګ په بغل کې و، د شمال جګړه‌مار چې وروسته په شمال ټلواله، شورای نظار، جمعيت او نورو نومونو کله سره راټول او کله سره بېل شول، د حکومت په مخالف اړخ کې وو، حکومت له پاکستان سره اړيکې ښې کړې، پاکستان د دغې راشه درشې د سر په صدقه کې حکومت ته د هغو کسانو لېسټ ورکړ چې له مجاهدينو سره يې ګوتې پټې وې، خو په حکومت کې ننوتي وو.

موده وروسته له پاکستان سره د حکومت اړيکې خرابې شوې، ترينګلې شوې، تر بدو پسې بترې شوې او بالاخره ډاکټر نجيب الله د سر ورکوم، خو سنګر نه ورکوم او وطن يا کفن شعارونه پورته کړل او خبره له پاکستان سره دوښمني ته ورسېده.

يو وخت راغی پاکستان پر کندهار، خوست او بيا پر ننګرهار په خورا سپين‌سترګۍ بريدونه وکړل، شرموونکې ماتې يې وخوړې، خو د هغه وخت اشرار په دغه شرمنده‌ګي، و نه شرمېدل.

د شمال جګړه‌مارو همداسې مخالفت ته دوام ورکاوه، دوستم د ملي وحدت له حکومته لاره چپه کړه او يو وخت بيا داسې راغی چې د نجيب الله حکومت نسکور شو او افغانستان اور واخيست.

د ډاکټر نجيب الله د ملي وحدت له حکومته درويشت کاله وروسته په کابل کې د ملي وحدت د يوه بل حکومت له‌پاره دوو تنو پر قران لاس کېښود.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د ملي وحدت حکومت جوړ شو، دوستم د ارګ څنګ ته راغی، شمال ټلواله اپوزيسيون ته ولاړه، له پاکستان سره اړيکې ښې شوې، حتا يو تړون هم ورسره لاسليک شو.

د شمال اپوزيسيون لا هم مخالفت ته دوام ورکوي، له پاکستان سره هماغه تړون فسخه شو، اړيکې بېرته سوکه سوکه خرابې شوې، اوس خبره تر دې رسېدلې چې کله ولسمشر وايي، پاکستان په نااعلان شوي جنګ راسره اخته دی، کله بل حکومتي چارواکي د پاکستان د دوښمني نغاره ډنګولې وي، پر ننګرهار په تورخم کې بريدونه وشول، له پاکستان سره دروازې وتړل شوې او اړيکې ورځ تر بلې ورسره خرابېږي.

دوستم بيا له ارګه مرور شو، په کور دننه له حکومت سره مخالفتونه ورځ تر بلې زياتېږي.

د ډاکټر نجيب الله د حکومت پر مهال هم ګارنېزيون کار خراب کړ، اوس هم ګارنېزيون جوړ شوی او تر ډېره يې ګډوډي جوړه کړې.

هغه مهال هم ملېشو او اربکيانو غم جوړ کړ، اوس هم اربکيان جوړ شوي، خلک يې تر سپوږمو راوستي.

کيسه کټ‌مټ، ټکي په ټکي هماغسې روانه ده، يوازې توپير دا دی چې هغه وخت د حکومت د سر سړی نجيب احمدزی و، اوس غني احمدزی.

دا حالت سوکه سوکه خراب لوري ته ځي، سوکه سوکه اندېښنې پسې زياتېږي. سوکه سوکه خلک زړه اچوي.

هغه مهال ډاکټر نجيب الله د سولې په برخه کې ډېر پرمختګ وکړ، د حقاني غوندې انسان د ډبرې زړه يې نرم کړ، له حکمتيار سره د سولې خبرې تر اخيري حده رسېدلې وې، خو د سولې دا ټولې پروسې د نتېجې وروکولو پر مهال په ډراماټيک شکل ويجاړې شوې دي.

د هغه وخت د حکومت او په اصطلاح اپوزيسيون دواړو خلک ژوندي دي، خو رښتيا نه وايي. ښايي دوی به ډارېږي چې د خاين نوم به ورباندې پوخ شي.

راشئ رښتيا ووايو، د راز خبرې بربنډې کړو، که نه د کوم ګړنګ پر ژۍ ولاړ يوو، سوکه سوکه ښويېږي، نړېږي او غورځي.

که نن رښتيا و نه وايوو، بيا به مو دا سندرې چې يو باتور ملت غرقېږي، يو مضبوط وطن نړېږي، په تلليو اوبو پسې د بېل وړل وي.)

تبصره:

شپږويشت کاله وړاندې د ملي – روغې جوړې ناره په داسې وخت کې پورته شوه چې مزارې و ربانې، مجددې و ګيلانې، اتحاد اسلامې و حزب اسلامې، وحدت و جمعيت او دوستم و پرچم ورځ تر بلې د قوې کېدلو او د نجيب د دولت په شمول د افغانستان نجيب ولس د کمزورې کېدلو په حال کې و؛ خو نن ټول وينو چې د ملې وحدت حکومت د قوې کېدلو، قاتيلېن و مجرمېن، مجاهدين و مفسېدين د منځوې کېدلو او دوستم د خپل ټول قوت و طاقت سره – سره د شرمېدلو، ورکېدلو او محوه کېدلو په حال کې دی.

شپږويشت کاله وړاندې حکمتيارهغه وخت چې ولس به په غيږ کې ګرځوئ، په والله و باالله قسم کړی و چې د يوه شوروې عسکر لا څه چې د يوه کمونيسټې عکسر په شتون کې به هم سوله ونه کړم، خو نن په داسې حال کې چې د ولس له لورې په بوټو و بوتلو وېښتل کېږي، د زرګونو شته امريکايې عسکرو په شتون کې يې نه يوازي سوله کړي، بلکې د نورو امريکايې عسکرو راتلو ته هم په زړه کې ګوړي ماتوي.

شپږويشت کاله وړاندې شوروي اتحاد په نړيواله کچه د شرمېدلو، په خپل منځ کې د ټوټه – ټوټه کېدلو او له افغانستانه د وتلو په حال کې و، خو نن امريکا د نړۍ د ابر قدرت په توګه د مطرح کېدلو، راڅرګندېدلو او افغانستان ته د اضافي عسکرو د رااستولو په حال کې ده.

شپږويشت کاله وړاندې پاکستان د ( جهاد افغانستان، دفاع پاکستان) په کرامت و برکت، د منظم پوځ جوړولو، له اقتصادې اړخه پر پښو درېدلو او د اټومې ځواکمن هېواد په توګه د ځلېدلو په حال کې و، خو نن په نړيواله کچه د بېچاره کېدلو او منځوې کېدلو په حال کې دی.

شپږويشت کاله وړاندې له څو محدودو ساحو پرته، په غونډ – منډ وطن کې د مجاهدينو اوو تنظيمونو غوبل جوړ کړی وو، خو نن په ټول هېواد کې د شلو تروريستې ډولو – ټپلو په شتون کې، ټول وطن لا څه چې يو ولايت هم داسې نشته چې هغه دې د ترهګرو ټول په پنجه و ولکه کې وي.

شپږويشت کاله وړاندې د اکثريت ولس ذهنيت افراطې و شيطانې و، خو نن د اکثريت ولس ذهنيت عاطفې و انسانې دی.

شپږويشت کاله وړاندې دا منو چې د افغانستان ولسمشر ډاکتر نجيب الله هم احمدزی وو او  هم په دار شو، خو نن شپږويشت کاله وروسته دا نه منو، چې پنجاپې جنرالان و کنريلان دې، د کابل په زړه کې احمدزی ولسمشر په دار کړای شي!؟

او لنډه دا چې نن، شپږيشت کاله وروسته موږ دا رښتيا وايو چې وطن مو د ګړنګ پر غاړه نه، بلکې د نړيوالو په څنګ کې ولاړ دی؛ وطن مو سوکه – سوکه ښويېږي نه، بلکې سوکه – سوکه ټينګېږي او ودانېږي؛ نن شپږويشت کاله وروسته موږ دا نه وايو چې يو باتور ملت غرقېږي، يو مضبوط وطن نړېږي، بلکې وايو چې:

لا په جنگ د تخت او بخت کې، زمونږ لوبه ختمه نده

لا همت د« شیر شاهي» ته همایون له آسه لوېـږي

لا پـه هسکو سر درو کې، افغاني زمري غورېـږي

لا دخپلې خاوري مینه، مونږ ته وایې چې ر ا پا څئ

لا خوب وړي دپـیړیـو، له خـوبـونو را وېښيږي

لا زمونږ په کلا گانو، پښتني حیا خوره ده

لا زمونږ پـه دروازو کې، غـیرتـونه پا لل کـېـږي

دا بـه رسي تـر هــدفـه، دا بــه خامخـا بـرېـږي

دا به بیا اباسین ایشي، ډوبوې به تورې کوني

تـور پنجاب بـه وهل کېږي، له بنسټه به نړېږي

دا به بیا لنډی مستېږي، تن به باسي له بستره

پـښتانه به را پاڅېږي، پښـتونخـوا به آزادېـږي

دا به بیا د« احمد» چیغي،رېږدوي د لاهور مړاندي

دا به بیا په کړاکړ کې د« بیربل» ژامي ماتېږي

دا به بیا« سیدال» راباسي، د مرگ توره په غوجرو

آخوندان به ترینه تښتي، امامان به ترې پټېږي

دا د قم چړیان به پوه شي، چې افغان د کار په ننگ کې

خپل پور نه پرېږدي پردي ته، دا تقدیر دی نه بېلیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *