د ۲۰۰۷ کال په می کې یوه خبرسازه پیښه وشوه. دا په هلمند کې د مشهور طالب قوماندان ملا داد الله وژل کیدل و. له دې کابو یوه میاشت مخکې د همدې قوماندان یوې کارنامې هم رسنیو کې شور جوړ کړی و. دا د افغان ژورنالیست اجمل نقشبندي، د ايټالوي ژورنالیست ماسترو جوکومو او د هغه د افغان موټروان سیداغا د نیولو کیسه وه.
د یوې اصلي او یوې پلاستیکي پښې څښتن قوماندان داد الله ډلې، له خپلو هیوادوالو (نقشبندي – سیداغا) سرونه غوڅ کړل او ایټالوي یې د یوې معاملې په ترڅ کې خوشې کړ. د افغانانو کورنیو ته جسدونه راغلل او د ایټالوي کورنۍ ته روغ رمټ سړی.
د داد الله وژل د یوه زړور او غښتلي قوماندان په توګه او هم د یادو شویو کسانو د وژلو له کبله د بحث موضوع وګرځیده. په همدې اړه مې د هیواد له سپین ږیري ژورنالیست او شنوونکي ښاغلي عبدالحمید مبارز سره مرکه درلوده. مرکه، شهرنو کې د هغه د کور په شنه انګړ کې وشوه. موضوع دا وه چې د داد الله مرګ به پر روانو ناامنیو او د طالبانو پر جنګي ماشین اغیز وکړي که نه. ښاغلي مبارز په دې ټینګار کاوه چې ګوندې دا وژنه به طالبان کمزوري او حتی حالات به تغییر کړي، د دې ادعا لپاره یې دلایل تراشل او ما ننګول.
ما ویل وګورئ، همدغه تصور په عراق کې د اردني جنګیالي ابومصعب الزرقاوي له وژنې وروسته هم موجود و؛ خو څه وشول؛ دومره نور وزیږیدل او میدان ته شول چې د زرقاوي تشه محسوس نشوه او د جګړې شدت کم نشو.
د القاعدې مخکښه څیره زرقاوي په ۲۰۰۶ کال کې د امریکايي ځواکونو په برید کې وژل شوی و.
په دې اړه د مبارز صیب تحلیل دا و چې د عراق او افغانستان حالت فرق کوي. دلته خامخا وضعیت بدلیږي. ما ویل نو ولې د جګړې کرښې لا تودیږي؟ ویل یې دا د دې لپاره چې په وروستیو کې ځانونه قوي وښيي.
کلونه تیر شول؛ خو حالت بدل نشول؛ جګړې لا شدیدې شوې او پراختیا یې ومونده. داسې کسان میدان ته راووتل چې ملا داد الله هیر شو.
د داد الله له وژنې وروسته یو وخت د سولې اوازې شوې؛ خو ورسره جوخت جګړو هم زور واخیست. زه د سولې په خبرو شکي وم؛ زما باور دا و چې د سولې لپاره هغه وخت خوشبیني په کار ده چې په عملي میدان کې هم څه تغییرات محسوس شي؛ خو د ځینو تحلیلګرانو شننه دا وه چې ګوندې د جګړې شدت له سولې سره مخالفت نه؛ بلکې خپل زور ښودل او د سولې پر میز د زیاتو امتیازاتو راخپلول دي.
تر یوه حده دا نظر رښتیا دی. دا ناوړه دود له پخوا راهیسې پیل شوی او دا دی اوس هم پالل کیږي. هر ځل پر مېز د دې ولس د ځوانانو، ماشومانو، سپین ږیرو او میرمنو سرونه ایښودل کیږي او د امتیازاتو ګټلو قیمار پرې وهل کیږي.
په قطر کې د سولې په اړه د ناستې په بهیر کې له کابل وروسته غزني په وینو ولمبول شو، میدان وردګو کې خونړي بریدونه وشول، شپنیو چاپو کې د ملګي وګړو بیخ ووت، بغلان کې یوه کورنۍ له خپلو تنکیو ماشومانو سره بمبارد کې پوپناه شوه… او که د تحلیلګرانو خبره رښتیا وي، نو بیا د امتیازونو پر مېز د ولس سرونه کیښودل شول او همداسې به ایښودل کیږي.
د کابل په تنظیمي جګړو کې (۷۱-۱۳۷۵) هم همدا حال و. چې کله به کوم موقت ائتلاف ته اړتیا شوه؛ نو پر کابل به هرې ډلې د خپل توان مطابق سکروټې را و ورولې. ښار به یې سره لمبه کړ. جسدونه به له شمیرلو ووتل او… دا ټول د دې لپاره چې مقابلې ډلې ته خپل زور وښيي او د ایتلاف مقابل کې د لا زیاتو امتیازاتو غوښتنه وکړي.
چې خبره د امتیازونو ده، نو په جګړه کې ښکیله هره برخه به وژنو ته زور ورکوي او بېشکه چې د دغو وژنو غوښنه برخه به عام وګړي وي. ځکه دلته د جګړې اصول نه رعایت کیږي.
هره برخه به ځان د خلکو په وژلو دومره قوي ښيي چې د لا ډيرو امتیازاتو غوښتنه وکړي.دا لړۍ به خلک د سولې له پروسې ناهیلي او حتی متنفر کړي او د سولې په ټینګښت کې به د خلکو رول صفر شي.
په هر صورت؛ دلته جګړه د خلکو په نزد له لویه سره مردوده ده. ځکه ملکي وګړي په کې وژل کیږي، خپل وطن په کې ورانیږي او… د مردودیت ګراف خو یې هغه وخت لا پسې لوړ شي چې د امتیازاتو لپاره وي او د امتیازاتو لپاره د خلکو پر سرونو قیمار ووهل شي.
کاش، په جګړه کې ښکیلو غاړو د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره پر معقولو او منطقي دلایلو استناد کولای. هر یوه ولس ته د خدمتونو کولو، هغوی ته د سهولتونو برابرولو، خیر رسولو او… نمونې را وړاندې کولای.
د ولس سرونه به تر کله د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره د قیمار پر میز پراته وي؟ تر کله به زموږ پر سرونو سوداګري کیږي؟ تر کله به د وحشتونو په وړاندې کولو د امتیازاتو مستحق ګڼل کیږي؟ دا خو ډیره بې انصافي ده.