افغان ولس،چې څه دپاسه دریو لسیزو جګړو، وژنو او بې عدالتیو د نړۍ د بل هر ولس په پرتله زیات ځورولی او په دې لاره کې يې ستره قرباني ورکړې ده. نور د دې حالت د زغملو توان نه لري او ټینګ هوډ يې کړې،چې په خپل افغاني غیرت او مېړانې سره نور خپل ځان او خپل ګران هېواد افغانستان دتل لپاره له دې روانو ستونزو څخه راوباسي.
نو له همدې امله د خپلو سرونو په بیه،په سختو او نا امنو شرایطو کې تر ۷ میلیونو زیات نارینه او ښځې، ځوانان او سپین ږیري راووتل تر څو د خپلو رایو په وسیله د خپل هېواد برخلیک وټاکي.
افغان ولس د جوزا پر ۲۴ نېټه داسې ستره حماسه جوړه کړه، چې یو ځل بیا ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ پاته شوه او ټولو خپلو او پردیو، دوست او دښمن د افغان مېړني ولس دا مېړانه او شجاعت وستایه او دا يې د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره هغه مشال وباله، چې نه یوازې افغانستان به له جګړو خلاص او د سولې رڼا به د تل لپاره پکې خپره کړي بلکې په سیمه کې به هم روانو ناخوالو ته د حل لاره پیدا کړي .
افغان ولس د دې سترې حماسې لپاره لویه او نه هېریدونکې قرباني هم ورکړه. په داسې حال کې،چې افغان امنیتي چارواکي وايي وسله والو مخالفینو د ټاکنو په ورځ ۱۵۰بریدونه وکړل،چې په ترڅ کې يې زموږ هغه پر خپل هېواد او خلکو مین خلک، چې د خپلې پاکې رايې د استعمال لپاره د رايې اچونې مرکزونو ته راغلي وه ۳۳ تنه يې په شهادت ورسیدل او په لسګونو کسانو نور يې ټپیان شوي دي .
په دې بریدونو کې تر شلو زیات امنیتي ځواکونه هم شهیدان شوي او یو ځل بیا يې خپل ځانونه د خپلو هېوادوالو د ښې راتلونکې لپاره قرباني کړه، چې د دوی دا قرباني به د تل لپاره زموږ د مېړني ملت په یاد کې وي.
د خلکو وینه یوازې د ټاکنو په ورځ تویه نه شوه،بلکې تر ټاکنو وروسته هم په هرات ولايت کې د١١ تنو رايې ورکوونکو ګوتې له دې امله پرې شوې، چې ولې يې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون کړی او د خپلو بچو د یوې هوسا او پرمختللې راتلونکې لپاره يې رایه ورکړې ده .
خو له بده مرغه ځینې د څوکۍ او قدرت لېوني غواړي،چې د افغان ولس دا لویه حماسه او قرباني د خپلو شخصي ګټو لپاره په لوی لاس کم رنګه او بې ارزښته وښيې او زموږ د خلکو دا لویه لاسته راوړنه او ویاړلی بهیر په سیند باندې لاهو کړي .
دوی په داسې حال کې، چې ځان پاخه سیاستوال بولي او وايې، چې موږ د افغانستان د ژغورلو لپاره را پورته شوي یو، په ټاکنو کې نوماند او د خلکو څخه د رایو غوښتونکی یو، خو افسوس، چې نه د دوی عمل او نه يې خبرې د سیاستوال ته ورته او نېژدې دي .
دا څه ډول سیاست دی، دا څه ډول سیاسي ګوندونه او اشخاص دي، دا څه ډول ساسي مبارزه ده.هغه ولس، چې دوی رایه ور څخه غواړي او د دوی په رایه ځان تر ارګ پورې رسوي د هغوی پر معصومو ماشومانو باندې ډزې کوي، په شهادت يې رسوي، زخمي کوي يې او یا يې هم ځوانان ، سپین ږیري او ښځې د ټوپک په زور دې ته اړباسي، چې یوه ځانګړي نوماند ته رایه ورکړي که رایه ور نه کړي په وهلو وهلو يې له پښو غورځوي.
خو اولس په دې پوهيږي، چې دا کسان د هېواد اوخلکو د خدمت لپاره نه دي را پورته شوي، دا اشخاص غواړي، چې خپل ځان د خلکو پر اوږو تر ارګ پورې ورسوي او خپله سرداري پرې وکړي .
اولس په دې هم پوهېږي، چې دې تش په نامه سیاسي څېرو پخوا له موږ سره څه کړي، اوس يې څه را سره وکړه او په راتلونکې کې به د افغانانو د ځورولو او د وطن د ورانولو لپاره د پردیو په اشاره څه ظلمونه وکړي .
همدا لامل دی، چې ولس له دوی څخه واټن ونیولو او د دوی سیال ټیم ته يې رایه ورکړه.
خو اوس که دوی غواړي، چې نور هم په ولس کې خپل شخصیت له لاسه ور نکړي او خلک يې پر وړاندې را پورته نه شي. نو د دوی لپاره په کار ده، چې د ولس رایو ته په سپکه ونه ګوري، د خلکو اراده ومنې او د ټاکنو پایلو ته غاړه کیږدي. خپلو سیاسي مبارزو ته ادامه ورکړي، دا سې سیاسي مبارزه،چې په حقیقت کې ځان د ولس خادم وبولي، ځان د ولس په دردونو کې شریک کړي او د خلکو په منځ کې و اوسي. نو کیدای شې، چې دا د ارګ خوبونه به يې یو وخت نه یوخت رښتیا شي .