د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې څه داسې پېښه نه وه، چې د افغان ولس او نورې نړۍ لپاره دې له جدي تلوسو خالي وي. پر نړيواله ټولنه سربېره، د افغانستان ګاونډيان تر ډېره په دې لټه کې وو، چې څه ډول خپلې لاسوهنې ته زمينه برابره کړي، څو دغه ټاکنې د ځان په ګټه وڅرخوي او د ولس د توقوع خلاف يې پايلې اپوټه راوباسي.
ايران په دې فکر کې دی، چې د ټاکنو د پايلو تر اعلان او د واک تر لېږد وروسته به يې د سياسي دريځ او همدا ډول په افغانستان کې د مداخلو په اړه د نوي حکومت نظر ځکه تغير وکړي، چې د افغان ولس په خوښه او اکثريت رايه د ولس له منځه راپورته شوي، ولسمشر له وړاندې د افغانستان په چارو کې د مدخلې کوونکي او نه کوونکي ايران په عنوان واضح او روښانه تګلاره لرله.
ايران په ښکاره او پټه په افغانستان کې د خپلو ګټو د پياده کولو لپاره ميليونونه ډالر له بېلابېلو لارو ولګول او اوس هم په دې لټه کې دی، چې د افغانستان په اړه خپل دريځ څرګند کړي او وښايي، چې موقف به يې معلوم وي. دوی ته په دې وخت کې د افغانستان او افغان ولس تر ګټو د خپل انتخاب او خپلې شخصي ګټې مهمې دي.
دایران د بهرنیو چارو وزارت په تازه مهال کې د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه په خپل لومړني غبرګون کې ویلي، چې تهران په افغانستان کې د افغانانو د پاکو رایو پر اساس د واک د سوله ییز لېږد او د یوه غښتلي، پراخ بنسټه او مشروع حکومت د جوړېدو هیله لري.
په ښکاره د ايران دريځ يو ډول دی، خو د پردې تر شاه يې بيا د افغانستان لپاره خپل غوراوی لري او په هغه حساب کوي.
بل لورته پاکستان هم د افغانستان ټاکنې بې له کومې لاسوهنې پرې نښودې. دغه هېواد له تېر يو کال را پدېخوا په خپل ټول توان سره په دې لټه کې وو، چې د افغانستان انتخاباتي هڅې وننګوي. پاکستان د سياسي مداخلې ترڅنګ له اوږده مهاله په افغانستان کې پوځي لار هم خپله کړې او له دې لارې خپل پروګرامونه پر مخ وړي. وسله وال افغانستان ته رااستوي، تجهيزوي يې او روزنه ورکوي، چې د ټاکنو د ګډوډولو لپاره خو يې بېلابېلې ډلې او پلانونه لرل.
په لومړي پړاو ټاکنو کې چې کله وسله وال طالبان پاتې راغلل، ولس په پراخه کچه په دغه سياسي بهير کې ګډون وکړ، امنيتي ځواکونو يې امنيت خوندي کړای شو، خو د پروسې تر بشپړېدو وروسته د پاکستاني څارګرو غوسه يو په دوه شوه او د دويم پړاو ټاکنو د ننګولو لپاره يې خپل جنګي تاکتيکونه بدل کړل.
دوی له سره د طالبانو په ليکو کې بدلونونه راوستل. د جګړې قومانده يې خپلو تازه رالېږل شويو جنګياليو ته وسپارله او افغان طالبان يې څنډې ته کړل.
په ډېريو ولايتونو کې د طالبانو داسې ډلې ټپلې راپيدا شوې، چې يو له بل نه يې خبر نه لرلو، خو دواړو به د طالبانو د اهدافو لپاره کار کولو. دوی خو ان په ګڼ شمېر ولايتونو او سيمو کې ځينې پخواني طالب قومندانان او سرګروپان هم په نښه کړل او د دوی دغه کارته د خپلمنځي هغه غچ په سترګه کتل کېدل، چې ګويا ولې يې په لومړي پړاو ټاکنو کې ښه رول ونه لوبولو او ولې يې مخه ونه نيوله.
په دې وسله واله جګړه کې د ايران رول هم تت نه، بلکې روښانه وو، چې په هرات، فراه، نيمروز او ځينو نورو ولايتونو کې يې وسلې او هغه کسان لا ونيول شول، چې د افغانستان د ټاکنو د ګډوډۍ لپاره را استول شوي وو.
پاکستان هم له دې وېرېده، چې هسې نه نوی حکومت ورسره حساب کتاب وکړي، هغسې حساب کتاب، چې بيا به پاکستان ته د سر په بدل پرېوځي، ځکه چې له پاکستان سره تر ايران زيات د افغانستان حساب شته، چې دغه حساب تصفيه کول غواړي.
د افغانستان تر ګاونډيو ورهاخوا کېدای شي، نور ډېر ملکونه هم ښکاره او پټې هيلې او ارمانونه د افغانستان د داخلي وضعيت او په دې هېواد کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو او سيمې هېوادونو په نيت پورې تړلي ولري، خو په افغانستان کې ځينې ډلې ډلګۍ دي، چې هرڅه ته د ګاونډيو هېوادونو له ديده ګوري، که د دغو ډلګيو سيال بريالۍ شي، نو بويه چې دوی به د خپلو ګټو ترڅنګ د هغه هېوادونو ګټې هم وننګوي، چې دوی يې د ضمانت لپاره ميليونونه ډالر اخستي دي. دغه ډالر بيا په داسې حالاتو کې هضم غواړي، چې کېدای شي، په داسې حالاتو کې به يې هضم ورته يو څه ستونزمن وي، نو دوی اړ دي، چې تر وروستۍ سلګۍ پورې خپلې نارې سورې ووهي. دوی دغه نارې سورې د پرديپالو او لاسپوڅو رسنيو او استخباراتو له لارې ښې زم زمه کېږي او د دوی ددې حرکتونو قربانيان هغه زرګونه وزګار او نالوستي ځوانان دي، چې د همدې ډلو ټپلو له برکته له زده کړو بې برخې شوي، د همدوی د وسلې له برکته يې پلرونه يا له لاسه ورکړي او يا هم معيوب ورته په کورونو کې پراته دي. دوی به يا د خپل نس د مړولو لپاره هلې ځلې کوي او يا به هم په راتلونکي کې د خپلو ګټو د تضمين لپاره لالهانده وي.
خو ددې ټولو ګټه هغه ناکاره ګاونډيانو ته ورځي، چې لسيزې يې په افغانستان جګړه تپلې ده او لسيزې يې دا ولس په تياره کې ساتلی، له وسلې او ځان وژنې پرته يې بل څه نه دي ورکړي.
د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله وروستۍ پاروونکې څرګندونې افغانستان له یوه ستونزمن حالت سره مخ کوي. دغه څه ته په کتو داسې ښکاري، چې د عبدالله عبدالله تر شاه ستر لاسونه دي او دغه لاسونه هڅه وي، چې حالات کړکېچن کړي. ښاغلی عبدالله او سياسي ملګري يې د خپلو ملاتړو په مټ ګواښونه او په افغانستان کېد موازي حکومت جوړولو مانورې کوي.
په ټوله کې همپالنې ټيم غوښتنې د دقيقو په حساب دي، په هرو څو قيقو کې يې په غوښتنو کې چورلټ بدلون راځي او بېرته هم په خپله هېڅ غوښتنه نه ودريږي.
دوی نه له ټاکنو تېښته کوي او نه ورته ودرېږي، خو خبره داده، چې د خپلو پلويانو احساسات راپاروي او هڅه کوي، چې ځينې خپل کورني او بهرني پلويان او ملاتړي په دې ډول ور سره وساتي، ځکه چې تر دې ټاکنو وروسته به په ښاغلي عبدالله او ځينو پلويانو يې باورونه په بشپړه ډول له منځه لاړ شي او په ټوليزه توګه به عبدالله عبدالله د سياست له دايرې محوشي.
دسیست دایره (عبدالله امرواه محقق معلم خطا ))) کله چه دایره تنګه شوه دوی به یو او بل سره خوری لکه وخشی حیوانات دغه ورڅ لیری نده .
دغه سپین سترګی داسی دی لکه فاحشی چی کله له تا نه جګه شی بیا د بل په فکر کوی او ته یی بیا هیر شی. دوی ته فقط پیسی مهمی دی او نور هیڅ شی ورته ارزش نه لری.