هرکال د فبروري 14 په عيسوي هېوادونو کې د ولنټاين (يا عاشقانو) ورځې په نوم لمانځل کېږي. البته د کاتوليک عيسويانو له خوا دا ورځ د فبروري په 14 او د ارتوډکس عيسويانو له خوا بيا د جولاي په 6 نېټه لمانځل کېږي. ياده ورځ چې په ځينو هېوادونو کې رخصتي او ځينو کې نه وي، د مينانو له خوا په ډېر جوش سره لمانځل کېږي. دا ورځ د ولنټاين په نوم پادري ته اړونده ده، خو ددې ولنټاينانو شمېر هم زيات دی او په اړه يې بېلابېلې راوړنې (روايتونه) شتون لري چې ځينې مشهورې يې په لاندې ډول دي:
– د کاتوليک انسايکلوپيډيا پر بنسټ درې عيسويان چې د کليسا کارکوونکي و، د فبروري په 14 نېټه ووژل شول چې اوس د همدوی پر ياد دا ورځ لمانځل کېږي. – ولنټاين هغه پادري و چې په 270 ز. کلونو کې د رومي ټولواک دويم کلاوډيوس له خوا ووژل شو. ويل کېږي چې دويم کلاوډيوس د پوځي چارو د ښه سمبالښت لپاره پوځي ځوانان له واده کولو منع کړي وو. دا دليل يې وړاندې کاوه چې ناواده شوي ځوانان، د واده شوو په پرتله ښه پوځيان کېدی شي. خو ولنټاين به په پټه توګه د پوځي ځوانانو نکاح ګانې تړلې، خو کله چې روميان پرې خبر شول، نو نوموړی يې وواژه. – ځينې بيا ولنټاين هغه پادري بولي چې د دويم کلاوډيوس له خوا بندي شوي و. ياد ولنټاين په بندخونه کې د يوه بل بندي پر لور مينېږي، خو مخکې له دې چې پر دار وځړول شي، خپلې مينې ته يو ليک لېږي او په هغه ليک کې ليکي: “ستا د ولنټاين له خوا”. همدغه غونډله اوس د مينې په يوې نښې اوښتې او پر بنسټ يې ولنټاين د مينې نړۍ يو قرباني شوی مين ګڼل کېږي. د ولنټاين پر ورځ د مينانو له خوا خپلو مينو ته ډالۍ لېږل کېږي او د مصرفونو شمېر پکې ميليونونو ډالرو ته رسېږي. د فوربس د اټکل له مخې به سږکال امرېکايان د ولنټاين پر ورځ شاوخوا 143 ميليون ډالر ولګوي.