تاند- د افغانستان د ووشو(wushu) لوبډلې نن په فلیپین کې د اسیا د وشو د ځوانانو په اوومه اتلولي کې د ژېړو یا برونزو درې میډالونه وګټل.
د افغانستان لپاره مرتضي هوتک، نصیر احمد لوګري او خالد نوري میډالونه وګټل.
دوی په ترتیب ویتنامي، مالیزیايي، قزاقستاني او اندونیزیايي سیالانو ته ماتې وکړه.
مرتضي هوتک په ۵۸ کیلو وزن کې پرون خپل ویتنامی سیال مات کړ او نصیر احمد لوګري په ۵۶ کیلو ګرام وزن کې اندونیزیايي سیال مات کړ.
په دې سیالیو کې ټولټال ۷ افغان لوبغاړو ګډون کړی و. له دوی سره فلیپین ته کوچ او څارونکی هم تللي دي.
دا اتلولۍ، چې د اسیا د ۳۸ هیوادونو لوبغاړو پکې ګډون کړی و، د اګست په شپږمه پیل شوې وې او نن/ یکشنبه/اګست ۱۱/ پای ته ورسېدې.
فلیپین تر دې مخکې په ۱۹۹۶ م کال هم د دې سیالیو کوربه پاتې شوی و.
افغانستان په وروستیو کلونو کې د سپورت په تېره بیا د مارشل ارټ او کرکټ په برخه کې تاریخي ګامونه اخیستي دي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اوس په نامیبیا کې ده او د دغه هیواد ملي لوبډلې ته یې په څلور ورځنۍ او یو ورځنیو سیالیو کې سختې ماتې ورکړي دي.