نقيب احمد اتل

يو مشهور چينايي متل دی: (( هغه سړی چې ښه اخلاق ونه لري، دوکان دې نه جوړوي.)) ما د وينا پر فن يو ځانګړې کتاب ليکلی، که کولی شي، نو ويې لولئ. زه دلته ته د همغه کتاب لنډيز راوړم چې د وينا کولو چل ترې زده کړئ. تاسې هره ورځ له سلګونه خلکو سره مخ کېږئ او هغوی سره خبرې اترې کوئ، مګر په هغوی کې به ډېر لږ خلک داسې وي چې د وينا فن يې زده وي، ساده خبرې اترې د هرسړي زده وي، خو وينا يو ځانګړی فن دی او دا فن د هر انسان په برياليتوب او ناکامۍ کې ستر رول لري.

که چېرې يوه تن ښايسته کالي اغوستي وي او زړه راښکونکې څېره ولري، نو حتمي ده چې ښه ښکاري،خو کله يې چې د خبرو لپاره خوله خلاصه شي، نو ژبه يې بنده بنده کېږي.

د وينا څو اسانه لارې دادي.

۱- کله چې تاسې وينا کوئ، بايد پر خپله لهجه باوري و اوسئ، که چېرې ستاسې اورېدونکي ته څرګنده شي چې ته پر خان بې باوره يې،نو پر هغه به ستاسې وينا هېڅ اغېز ونه کړي.

۲- په خبرو کې تل داسې لهجه وکاروئ،چې اورېدونکی مو په مطلب ښه پوه شي.

۳- د وينا پر وخت بايد په عامه او ساده ژبه خبرې وکړئ،داسې نه وي چې اورېدونکی د خپل علميت تر اغېز لاندې راولئ، په کراره خبرې کوئ او له چالاکه خبرو ډډه وکړئ، ډېرې ورو خبرې هم مه کوئ،ښايي چې خلک ستاسې په خبرو پوه نه شي،که تاسې همداسې نا انډولې خبرې کوئ،نو د خبرو پايله به مو صفر راوځي.

۴- د وينا پر وخت د ويناوال څېره مهم رول لري،کله چې خبرې کوئ،نو ځان تر اغېز لاندې مه راولئ او په ډاډه زړه خبرې وکړئ،داسې ونه شي چې تاسې په ډاډه زړه خبرې کوئ،خو له څېرې نه بل ډول يا اغېزمن معلومېږئ.

۵ – د وينا په فن کې بايد ويناوال يو ښه اورېدونکی هم وي،تاسې دنورو خبرې هم داسې اورئ چې ويناوال ومني تاسې نه يوازې دده خبرې اورئ، بلکې ښه پرې پوهېږئ او له دې موضوع سره ډېره مينه لرئ،ويناوال داسې فکر ونه کړي چې تاسې دده له خبرو سره لېوالتيا نه لرئ.

داسې ډېر ليدل شوي چې کله يو تن وينا کوي،نو اورېدونکی يې خبرې پرې کوي او خپله کيسه پيلوي، دې کارته د وينا ښه طريقه نه شو ويلای.

که په يوه ناسته کې برخه اخلئ،نو په هغه مجلس کې ځان ډېر مه ښاياست.

موسکا د الله ج ورکړه ده او په دې کار د انسان هېڅ لګښت نه راځي، ولې په دې کې يو جادوګر اغېز پروت دی چې تر ډېره يې انسان ساتلی شي، خلکو سره تل په خندا خوشالۍ خبرې کوئ او کله چې ورسره مخ کېږئ په موسکا او ورين تندي ورسره روغبړ کوئ.

په پورته خبرو عمل کول ستونزمن کار نه دی، بس يوازې لږ تمرين ته اړتيا ده او دا تمرين په ډېرې اسانۍ سره کېدای شي،په يوه ځای کې ځان ته هېنداره کېږدئ او خبرې پيل کړئ، خبرې کوئ او په هېنداره کې ځان ته ګورئ،له دې سره تاسې په خپله څېره کې اغېز ليدلای شئ،سمه ده چې دابه تاسې ته يو احمقانه کار ښکاره شي،مګر ډېر ژر به ددې کار ګټو ته ځان تسليم کړئ،يوه بله هڅه دا وکړئ چې د خپل اورېدونکي لپاره  هغه ته په خپل نامه اواز وکړئ،ځکه هر څوک چې د بل چا له خولې خپل نوم اوري،نو خوشالېږي، که تاسې په لومړي وار له چا سره مخ کېږئ، نو په کار ده چې دهغه نوم له ځانه سره وليکئ،که چېرې د بيا لپاره ته  له هغه سره مخ کېږې،نو تاسې د هغه نوم اخلئ چې دا کار ډېر ښه اغېز لري.

که چېرې يو تن ستاسې خبرو ته غوږ ږدي،نو په تاسې هم فرض دي چې د هغه خبرو ته ښه غوږ ونيسئ،داسې نه چې هغه درته خبرې کوي او ستاسې پام بل پلو وي، يا کومې کړکۍ ته ګورۍ او يا د زده کوونکو غوندې خوله خلاصه کړئ او مېزونه ډبوئ، ستاسې دا کار په وينا کوونکي ناوړه اغېز کوي او هغه داسې فکر کوي، چې دی ماته هېڅ پام نه کوي، مشران او پوه خلک تل دا خبره کوي چې دبل خبرې په ډېر غور اورئ، کله چې کومه خبره کوي،نو تاسې له ولاړې کېنئ، له دې معلومېږي چې تاسې نه يوازې د هغه خبرې اورئ،بلکې ځان پرې ښه پوهوئ، کله چې د چا خبرې اورئ،نو په منځ منځ کې ترې وړې وړې پوښتنې کوئ، له دې سره وينا کوونکی خوشالېږي چې تاسې دهغه له خبرو سره لېوالتيا لرئ، البته داسې شخصي پوښتنې مه کوئ چې هغه ځواب درنه کړي، کله چې وينا کوئ د خلکو نيمګړتياوې مه راسپړئ،بلکې پر ښېګڼو يې وغږېږئ، د يوه عالم وينا ده چې :(( له غيبت کولو نه بل اسان کار نشته،ځکه چې په دې کار کې فکر،پوهې او وړتيا ته اړتيا نه پيدا کېږي.)) هسې نه چې تاسې دا اسان کار پيل کړئ،که مو د بل چا عيبونو سپړلو ته شروع وکړه،نو له دې کار سره به تاسې خلک پر ځان ډېر بې باوره کړئ،خلک به ستاسې رښتياخبرې هم ټوکې ګڼي.

مشهور ليکوال ګارډن بايرن د فريب ورکوونکو لپاره ځانګړي اصول بيان کړي چې کله چا سره ټوکې کوئ،نو له ځانه دغه درې پوښتنې وکړئ.

۱- زه چې څه وايم ايا دا سم دي؟

۲- ددې خبرې تکرارول څومره اړين دي؟

۳- د تکراري او ناسمو خبرو نه انسان ته څه په لاس نه ورځي، بلکې په نه کولو يې انسان ته ګټه رسېږي.

که ويناوال له  خبرو مخکې له ځانه پورته پوښتنې وکړي،نو باور وکړئ، چې ډېرې لږې خبرې به پاتې شي، چې د هغو ويلو ته اړتيا نه وي.

يوه عالم په دې اړه څومره ښه خبره کړې ده : (( ډېر خلک له همدې لامله ناکامېږي،چې کله خبرې کوي،نو د خپلو غوږونو خلاصولو پر ځای په دې تمه وي،چې کله به ده ته د خبرو کولو وخت ورځي.)) که موږ په دې کلمه چې:(( کله به د خبرو کولو موقع راځي .)) باندې فکر وکړو،نو څرګنده به شي چې دا کلمه راته څومره زيان رسوي،هر څوک د خپل ځان په اړه خبرې کول خوښوي،هر څوک هيله لري چې  دی خبرې وکړي او بل ورته غوږ ونيسي، مګر د نورو په خبرو کې خبرې کول او وردانګل پر ځينو خلکو بد لګېږي،ځکه دوی غواړي چې خلک يې د خبرو اورېدو تر څنګ ورسره لېوالتيا هم وښيي.

که تاسې له چا سره اړيکي ټينګول غواړئ، نو يوه خبره له ياده مه باسئ او هغه دا چې د نورو خبرو ته هم ښه غوږ کېږدئ،که تاسې خبرې کول غواړئ،نو اورېدونکي ته يوازې هغه خبرې وکړئ چې هغه ورسره لېوالتيا لري، د هغوی د لېوالتيا احترام وکړئ او لومړيتوب ورکړئ،په دې کار سره به وکړای شئ چې د خلکو پام ځان ته راواړوئ او د هغوی زړونه وګټئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *