خسرو حسیني

ليکوال: خسرو امير(حسيني)

په اصل کې دا نشو ويلي چې د وينا يا خبرو د تيارولو او ترتيب لارې چارې څه دي؟ مګر ځېنې برخې په لاندې ډول دي:

  • حقايق وواياست
  • دليل ورته وړاندې کړئ
  • هيله ترې وکړئ چې په هغې عمل وکړي.

يوه بله ډله وګړي دا چارې ډېرې ګټور ې بولي:

  • هغه څه چې ستاسې په نظر تېروتنه وي بيان کړئ.
  • د اصلاح او سمون لاره چاره ورته وړانديز کړئ
  • له نورو مرسته وغواړئ.

ډاکټر کانول وايي: د وينا چمتو کولو لپاره لاندې ټکو ته پاملرنه وکړئ.

  • يو ستونزه چې بايد لرې شي.
  • د هغې د له منځه وړلو لپاره بايد وخوځېږئ
  • په دې دلايلو بايد تاسې مرسته وکړئ.

هغه تجربې چې ما په بېلا بېلو ځايونو او مختلفو خلکو د وينا ترلاسه کړي، تاسو ته وړاندې کوم:

  • د علاقه مندانو پاملرنه راوړوئ
  • د خلکو باور ترلاسه کړئ
  • حقايق بيان کړئ
  • خلک د خپلو وړانديزونو د ګټې خبر کړئ
  • د هغې انګېزې په لټه کې شئ چې خلک عمل ته واداره کوي.
  • د ستونزو د لمنځه تللو د لارو چارو د وړاندې کولو کې غفلت مه کوئ.
  • د مخاطبينو د اړتيا په اساس خبرې وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *