د ايمان او وجدان خبره ځکه نه کوم چې نه‌شته، خو دا چې ويندويان د رسنيو پر وړاندې د خپلو درواغو، مبالغې او غُلو په اړه خپله څه فکر کوي، زما پر دې ټکي سر نه‌شي خلاصېدای.

که د دوی په زړه کې دغه خبره را ټوکېدلای شي چې څرګندونې به يې د خلکو زړونو ته لوېدلې وي، بيا خو ډېره ساده‌ګان دي او يا هم د ځان غولولو رواني ناروغي ورپېښه ده.

هر څه چې دي دا خپله يو هنر او کمال دی، که بل چا دومره مسلسل يا پرله‌پسې درواغ ويلي وای، ښايي پر ژبو يې دانې را ختلې وای، خو د دوی ژبې لا هم ښې تېزې چلېږي.

په دوی کې زما ځينې پخواني دوستان هم شته چې که کله تصادف ورسره مخ کړم، دا پوښتنه به يې په اف دی ريکارډ ژمنه هرو مرو مخې ته کېږدم.

ويندويي کوم اسانه کار نه دی، د دغسې درنو يا ښکرورو درواغو زور په همدې دنيا د دوی له څېرو ختلی دی. پر څېره يې د ګونځو او کوړيتو اتڼ ګډ شو، يوازې ښکرو ته خبر پاتې ده.

خو که دوی دا انګېري چې خلک ړانده کاڼه دي چې دوی څه ورته غږوي، هغوی يې په منلو اړ دي؛ نو دا د ملت تر ټولو غټ سپکاوی.

همدا د ملت په شعور، پوه، عقل او درايت پورې د کړس کړس هغه خندا ده چې دا په درجنو ويندويان او مرستيالان يې هره ورځ پړه راوځي.

يوه بېلګه يې د هغه تازه‌دم وياند ده چې څو ورځې وړاندې يې خپل ضمير او ايمان نندارې ته وړاندې کړي وو.

د ده په خبره، موثق او باوري اطلاعات ور رسېدلي چې په ګمرکاتو کې سوداګرو ته له څه وخته دا لالهاندي ورپېښه ده چې د رشوت ورکولو څوک نه‌شي موندلای، پيسې په لاس ګرد ګرځي. د رشوت‌خور درک نه‌شي لګولای.

مانا دا چې له ګمرکاتو يې د بډو او مالي درغليو نوغی ايستلی دی.

پخوا ملت له بډو خوړونکيو په عذاب و، اوس يې د بډې ورکولو خواري غاړې ته لوېدلې ده.

زما يو قاضي دوست وايي، موږ لا د پيسو خبره په خوله څه چې دې خوا ته اشاره هم وي کړې چې د سړي لاس اتومات په جېب ننوځي چې موږ مازې د تفنن له‌پاره نه نو وکړو، راته وايي؛ هیچ امکان نداره صاحب که نګرین، ما را خجالت نکن…

لکه خوارکۍ مرغۍ چې د مار د سترګو له ځلا پخپله پرې پنډې او په لوی لاس يې د خولې مړۍ ګرځېدلې وي.

څوک د ښاغلي وياند دا خبره منلای شي چې ګنې خلکو ته دا خواري ورپېښه ده چې پيسې په لاس د رشوت څوک و نه‌شي موندلای، هغه هم په ګمرکاتو، قضا، پوليسو او ښارواليو کې…؟

د بډو او فساد بڼه يا موډ به بدل شوی وي، خو د فساد منګول او ريښې تر پخوا زياتې غځېدلې دي.

پخوا لاس په لاس بډې اخيستل کېدې، وروسته شهزاده سرای، چوک يادګار او دوبۍ ته انتقالېدې، د مېرمنو اکاونټونو ته لېږدېدلې، وايي چې اوس د ارګ په پخو او دنګو دېوالونو کې ايسارې شوې دي.

دا د تحول هغه پروسه ده چې د ښاغلي کرزي له وختونو يې تداوم پر موږ تپل شوی دی.

د کرزي صاحب هيله او غوښتنه دا وه چې فساد په هېواد کې دننه را غونډ کړای شي، د «خارج نبرین دوبی نبرین» کرښه يې ورته تېره کړې، اوس ارګ ته را ټول کړای شو.

زه چې دې په درجنونو ويندويانو ته ګورم لکه غبرګوني ټول يو ډول په يوه بڼه او څېره راته برېښي. دوی د خپلو درواغو له‌پاره مشترک ټکي او ګډې جملې را ايستلې، ځکه خو يې د دغو ټکيو او جملو د تکرار پر وخت خودبخود څېرې يو بل ته ورته راوځي.

پخوا چې په پاسپورټونو کې د ګوتې او چپس خبره نه وه، د تورپوستو څېرې دومره ورته ختلې چې پر يوه پاسپورټ څو تنه له پولو بريدونو اوښتلای شوای.

دا يوه خره غوږونه به نه وايم، خو ټولو په يوه خوله کې «تو» کړي، يوه او ګډه ژبه يې په خولو کې چلېږي.

طالبانو چې نوی بياځلې سر را پورته کړ، له ټولو وړاندې يې د ګرځنده ټليفونونو د کمپنيو په ټاورو پسې را واخيسته چې لا يې هم له دغو کمپنيو سره د کمېشن يا باج پر سر ګډه ژبه نه وه موندلې.

يوې رسنۍ د مخابراتو وزارت د هغه وخت د يوه وياند پر وړاندې دا خبره را پورته کړه، خو ښاغلي وياند په بې‌سارې بې‌توپیري، سپين‌سترګۍ او بې‌باکۍ ورته وويل؛ د دغو کمپنيو له خدمتونو حکومت ګټه نه اخلي، خلک ترې استفاده کوي، ځکه خو حکومت په دې برخه کې کوم مسووليت نه‌شي لرلای، خلک دې خپله د دغه کار مخه ونيسي.

دا ليکنه په سرخط کې خپره شوې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *